انځور: پېکسابي
انځور: پېکسابي

بې سنده کارګر د کاري پېښو د رامنځ ته کېدو په صورت کې کولی شي چې د درملنې لپاره مسولو ادارو ته مراجعه وکړي.‌ بشپړ معلومات لاندني مطلب کې.

د کاري پېښو رامنځ ته کېدل کومه نوې خبره نه ده.‌ د فرانسې د بیمې ادارې د یو راپور له مخې په ۲۰۱۹ کې ډېری کاري پېښې د ټولنیزو، روغتیایي، صفاکارۍ او ساختماني برخو کې رامنځ ته شوې دي.

په ساختماني برخو کې رامنځ ته شوې پېښې د ګڼو کسانو د مرګ لامل شوې دي:‌ په ۲۰۱۹ کې ۱۷۹ کسان د کاري پېښو له امله مړه شوي دي‌ چې د ۲۰۱۸ پرتله ۶۴،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

بې سنده کارګر د خپل اداري وضعیت له امله د نورو پرتله زیانمن قشر دی. خو هغوی د فرانسې د کار قانون پر اساس له ځینو حقونو څخه برخمن دي.‌ 

د کارې پېښو د رامنځ ته کېدو په صورت کې ضروري اقدامات څه دي؟

خبر ورکول

بې سنده کارګر باید د ۲۴ ساعتونو په موده کې کارفرما ته د پېښې په اړه خبر ورکړي. د مهاجرو د حمایت سازمان ژیستي وایي چې ښه به دا وي چي کارفرما ته په کتبي ډول خبر ورکړل شي.‌ کارفرما بیا دنده لري چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې د فرانسې د بیمې ادارې ته اطلاع ورکړي.

دغه راز کارفرما د پېښې په اړه د اطلاع له ترلاسه کولو وروسته باید تاسو ته د کاري پېښې سند ورکړي.‌ دغه سند د امیلي یا د بیمې ادارې په سایټ کې هم شته.

که چېرې کارفرما د بیمې ادارې ته له اطلاع ورکولو ډډه وکړي، تاسې او یا ستاسو خپلوان کولی شئ چې له یادې ادارې سره تماس ونیسئ. تاسې اړ یاست چې د خپل کار، کارفرما، او د پېښې او د کار ترمنځ د تړاو ثبوتونه دغې ادارې ته وړاندې کړئ.

د بیمې اداره دنده لري چې د حرفه یي راز د ساتلو د اصل پر بنسټ ستاسې اداري‌ وضعیت پټ‌ وساتي.‌ خو که چېرې څارنوال ورنه د بې سندو مهاجرو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړي، د بیمې ادارې کارکوونکي ورته د معلوماتو له ورکولو ډډه نه شي کولی. د ژیستي سازمان په حواله دوی یوازې د «قانوني دلیل» پر بنسټ‌ د معلوماتو له ورکولو ډډه کولی شي، خو تر دې دمه دغه قانوني دلیل نه دی تعریف شوی.

ژیستي زیاتوي چې بې سنده کارګر حق لري له روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي. په وینا یې په ځینو مواردو کې یې د قانوني کېدو پروسه هم اسانېږي.

ډاکټر او یا روغتون ته مراجعه کول

کارګر اړ دي چې د طبي ازموینو د ترسره کولو او د کار د درېدو د سرتېفیکېت د ترلاسه کولو لپاره ډاکټر او یا روغتون ته مراجعه وکړي.‌ که چېرې کارفرما ستاسو د کار په هکله ملاحظې ولري، د بیمې اداره د پلټنو د پیل صلاحیت لري.

د بیمې ادارې په حواله که کارفرما کومه ملاحظه و نه لری او د بیمې ادارې له خوا پلټنې پیل شوې نه وي، ستاسې دوسیه د یوې میاشتې په ترڅ کې ارزول کېږي.

روغتیایي خدمات

د کاري پېښې سند تاسو ته اجازه درکوي چې له روغتیايي خدماتو څخه برخمن شئ.‌ ژیستي سازمان زیاتوي چې فرانسه کې کاري پېښو ته رسیدګي د استوګنې او د کار د قانوني او یا غیرقانوني حالت سره تړلې نه ده.

که چېرې له درملنې وروسته د کارګر روغتیایي حالت لا هم نازک وي، ډاکټر باید ور ته د درملنې د ادامې سند ورکړي.

قضایي مراحل

د بیمې ادارې په حواله کارفرما اړ دی چې د کاري پېښو د مخنیوي لپاره کافي تدابیر ونیسي.

که فکر کوئ چې د کاري پېښې رامنځ ته کېدو کې ستاسې کارفرما مسول دی،‌ تاسې کولی شئ چې د بیمې ادارې او یا محکمې ته مراجعه وکړئ.‌ د کارګر د مرګ په صورت کې یې خپلوان اجازه لري‌ چې محکمې ته مراجعه وکړي.

تاسې پېښه کې د کافرما مسولیت باید ثابت کړئ.‌ ښه به دا وي چې له سندیکاګانو څخه مرسته وغواړئ.‌

 

نورې ليکنې