د شنګن ویزه: انځور:پیکچر الیاس
د شنګن ویزه: انځور:پیکچر الیاس

وروسته له هغه چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د ایټالیا له سفارت څخه « زر شنګن ویزه سټیکرونه» لادرکه شول، د پاکستان هوايي ډګرونو ته خبرداری ورکړل شو چې د هغو کسانو د نیولو پر وړاندې اقدام وشي چې د شینګن ویزو له غلا شویو سټیکرونو سره اروپا ته سفر کوي.

د پاکستان فدرالي ادارې دوه چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي، ټول هغه مسافرین چې اروپا ته سفر کوي په جدي ډول څارل کیږي تر څو غلا شوي ویزې و موندل شي. یو له دغو چارواکو ویلي:« مونږ د غلا شویو سټیکرونو مسلسل نمبرونه پیژنو، که څوک له دغو سټیکرونو استفاده وکړي و به نیول شي.»

د شنګن د ویزو سټیکرونه د ایټالیا سفارت له کنسولي څانګې چې په د یو ډیپلوماټیک ادارې په خورا خوندي ځای کې موقعیت لري لادرکه شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د ایټالیا سفارت له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د هغو مسافرینو د پرواز مخه دې و نیسي چې پر دغو ویزو اروپا ته سفر کوي.

پاکستاني چارواکي د یادې موضوع په اړه پلټنه کوي او ښايي قاچاقچیان د شنګن ویزې د سټیکرونو په بدل کې د سفارت چارواکو ته رشوت ورکړی وي.

په شنګن ویزې سره ۲۶ اروپايي هیوادونو ته سفر ممکن دی. ډیر خلک د دغه هم سند د لاسته راوړلو لپاره قاچاقچیانو ته ډیرې پیسې ورکوي تر څو اروپا ته مهاجرت وکړي. معمولا انساني قاچاقچیان هڅه کوي چې له جعلي ویزو او یا د هویت غلا شوي اسنادو په مرسته مسافرین اروپايي هیوادونو ته واستوي.

د پاکستان د فدرال تحقیقاتي ادارې ویلي چې له دې وړاندې هم د شنګن د ویزو سټیکرونه په لږه کچه غلا شوي خو د دوې په وینا دا ځل تر ټولو ډیر سټیکرونه غلا شوي دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App