له پاکستان څخه راستنیدونکي کډوال ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمیشنري د ستنیدو د هرکلي مرکز کې د مرستو انتظار باسي. انځور: مهاجر نیوز
له پاکستان څخه راستنیدونکي کډوال ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمیشنري د ستنیدو د هرکلي مرکز کې د مرستو انتظار باسي. انځور: مهاجر نیوز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان خپلو افغان ورونو ته ځای ورکړی خو اوس د دې وخت رارسیدلی چې دوې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. دغه څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د دغه هیواد د لاهور ښارد ترهګریز برید په تړاو یو تن افغان کډوال د پولیسو لخوا و نیول شو.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو د داډول څرګندونو په اړه ویلي و چې له افغان کډوالو څخه دې د فشار په توګه کار نه اخیستل کیږي او افغانستان تل خپل هیواد ته د دوامداره او با عزته راستنیدو غوښتونکی دی.

د پاکستان یوې سیمه ایزې رسنۍ « سما»  د دوشنبې په ورځ د جولای په ۵ مه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له قوله لیکلي و « ګومان کیږي چې ترهګر د کډوالو د بیرته ستنیدو پر مهال پاکستان ته د ننه کیږي، د افغان کډوالو د باعزته بیرته ستنیدنې په اړه ګامونه پورته شوي دي.»

نور ولولئ: پاکستان: د افغان ښوونځیو ښوونکي خپل حقونه غواړي

د پاکستان لاهور ښار کې د جون د ۲۳ تاریخ له ترهګریز برید وروسته د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار معید یوسف رسنیو ته وویل چې دغه برید د یو هندي کس په مرسته د یو افغان کډوال لخوا ترسره شوی. د پیښې په تړاو دغه افغان د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی دی. د لاهور ښار په برید کې د یو پولیس په ګډون درې ته ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې افغان کډوال دې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. نوموړی ویلي چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

 د افغانستان غبرګون

د پاکستاني چارواکو د داډول څرګندونو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی. یاد وزارت په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په څرګندولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت تل خپل هیواد ته د افغان کډوالو د دوامداره او باعزته راستنیدو غوښتونکی دی.

اعلامیه کې زیاته شوې چې افغانستان له پاکستان سره پر یو ګډ پلان کار کوي ترڅو په عزت او داوطلبانه ډول له پاکستان څخه د افغانستان کډالو د راستنیدو زمینه برابره کړي.

د یادولو ده چې پاکستان له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د نږدې درې میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي او په دغه هیواد کې له ترهګریزو بریدو وروسته پر افغان کډوال فشار ډیریږي.

 

نورې ليکنې