د افغانستان او تاجکستان پوله. شیرخان بندر، کندز، افغانستان. انځور: ویکیپیډیا
د افغانستان او تاجکستان پوله. شیرخان بندر، کندز، افغانستان. انځور: ویکیپیډیا

افغانستان کې د ناامنیو په ډیریدو سره اوس یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې، تاجیکستان خپل هیواد ته په احتمالي ډول د تلونکو افغانانو لپاره د کمپونو پر جوړولو فکر کوي. دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې له تاجیکستان سره د پولې بل لوري ته د افغانستان په شمالي برخو کې ناامنیو زور اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ناامنیو له امله سلګونه افغان سرتیري تاجیکستان ته پناه وړې.

یوې دولتي سرچینې چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي، د دوشنې په ورځ د جولای په ۴ مه رویټرز خبري آژانس ته وویل :« تاجیکستان په خپله خاوره کې افغان کډوالو ته د سرپناه پر جوړولو غور کوي.»

یادې سرچینې رویټرز ته ویلي:« له شریکانو سره هم د کډوالو د کمپونو پر جوړولو خبرې شوي دي». یوې بلې امنیتي سرچینې هم تایید کړې چې کډوالو لپاره د کورونو د جوړلو پلان په اجنډا کې شامل دی.

د ناامنیو ډیریدل

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د طالبانو جګړې زور اخیست، په دې وروستیو کې له تاجیکستان سره پر پوله یو شمیر ولسوالۍ هم د طالبانو لخوا و نیول شوې چې له دې سره سلګونه افغان سرتیري له پولې پورې غاړې تاجیکستان ته پناه یو وړ.

د تاجیکستان حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له زرو څخه ډیر افغان سرتیري دغه هیواد ته پناه وړې.

افغان حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د هغو افغانانو په اړه چې له تاجیکستان سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو د جګړو له امله دغه هیواد ته ورغلي خبرې وکړې.

افغان حکومت په دې اړه په یوه خبري بیانیه کې لیکلي:« د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو هیوادوالو پر وړاندې مسوول دی او ژر به دوی ته د رسیدګۍ په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.»

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په بیلابیلو برخو کې جګړو زور اخیستی او یو شمیر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي چې له دې سره زرګونه افغانان له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي. د دې ترڅنګ له افغانستان څخه د ډله ایزې کډوالۍ ویره هم رامنځ ته شوې.

د رسمي شمیرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۶،۵ میلیونه افغانان د نړۍ په ۷۵ هیوادونو کې د کډوالۍ شپې سبا کوي چې له دې ډلې له ۹۰ سلنو څخه ډیره برخه يي په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې میشت دي. همدارنګه د جګړو او تاوتریخوالو له امله شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغان د ننه په افغانستان کې له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوې دي. 

 

نورې ليکنې