د افغانانو د اخراج آرشيف انځور | Photo: Imago/M.Trammer
د افغانانو د اخراج آرشيف انځور | Photo: Imago/M.Trammer

افغان چارواکو د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې د چهار شنبې په سهار له آلمان څخه یوه بله ډله اخراج شوي افغانان کابل ته رسیدلې دي. له دې وړاندې آلمان کې مهاجر پلوه سازمانونه له دولت څخه غوښتي ول چې د افغانستان ناامنیو ته په پام سره دې د دریو میاشتو لپاره د افغانانو اخراج و درول شي.

چارواکي ويلي دي چي د چهارشنبې په سهار کابل ته په رسېدلې الوتکه کي ۲۷ نارينه افغان مهاجر سپاره ول.

دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتي راهیسي افغانستان ته ۴۰ام پرواز دی چي رد شوي افغان مهاجر پکښي انتقال شوي. په دې ډول تر اوسه پوري په دغو پروازونو کي ۱۱۰۴ رد شوي نارینه پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي.

افغانستان ته د رد شوو مهاجرو اخراج په آلمان کي يوه شخړه ايزه موضوع ده. په افغانستان کي اوس هم زورزياتي روان دی او د تيرکال په سپتمبر مياشت کي د سولي د خبرو اترو پر پیل سربیره بيا هم په دغه هيواد کي جګړه روانه ده.

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان پرو ازول د سه شنبې په عاجل ډول د دریو میاشتو له پاره افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج بندولو غوښتنه کړې وه. نوموړي سازمان همدارنګه د افغانستان د امنیتي وضعیت د تازه ارزونې غوښتنه هم کړې ده.

یاد سازمان زیاته کړې ده چې د څېړنو پر اساس له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او طالبانو د پرمختګ په پام کې نیولو سره وضعیت لا زیات خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخي، د روان کال د می مياشتي له پیل څخه بیا د جون مياشتي تر پایه پوري څه نا څه ۸۴ زره انسانان په افغانستان کي د جنگونو له امله له خپلو کلیو او ښارونو څخه تښتیدلي دي. هره ورځ د نښتو، بمي بریدونو او یا هم هدفي وژنو په نتیجه کي ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ وویل: «پر مخ په زیاتیدونکو زورزیاتیو سربیره، له آلمان څخه د افغان مهاجرو دغه ډول اخراج لا جواز لري.»

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو ایستل دوام لري. د آلمان پوځ د جون مياشتي په پای کي په بشپړه توګه له افغانستانه ووت. پنتاگون د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چي د ځواکونو وتلو پروسه يې څه د پاسه ۹۰ سلنه بشپړه سوې ده.

GP/NZ/AG

منبع: د آلمان ږغ پښتو څانګه

 

نورې ليکنې