بریتانوي مامور هغه کډوال چې د مانش له لارې بریتانیا ته رسیدلی دوور ښار ته انتقالوي.انځور: پیکچر الیانس
بریتانوي مامور هغه کډوال چې د مانش له لارې بریتانیا ته رسیدلی دوور ښار ته انتقالوي.انځور: پیکچر الیانس

د بریتانیا په دوور ښار کې ۱۸ تنه هغه کډوال چې له تازه له فرانسې څخه دغه هیواد ته اوښتي و، د یوې لویې کښتۍ د ننه په لارۍ کې موندل شوي دي. بریتانوي چارواکو ویلي چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۶ زره کډوال بریتانیا ته ځانونه رسولي دي.

بې بې سي راپور ورکړی چې دغه کډوال د سه شنبې په غرمه تازه د فرانسې د بندري ښار کالې څخه بریتانیا ته ورسیدل، چې له دې ډلې نیمايي روغتون ته لیږدول شوي او پاتې نور يي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د کنت ښار پولیسو منلې چې د دغو نو ورغلو پناه غوښتونکو په اړه د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې دوې ته خبر ورکړل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا وزیران د پناه غوښتنې یو قانون تصویب کړی چې دغه هیواد ته د مانش کانال له لارې د غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخه ډب کړي. د بریتانیا حکومت د سه شنبې په ورځ یو قانون تصویب کړ چې د پناه غوښتنې د چارو د ترسره کولو په موده کې به پناه غوښتونکي نورو هیوادونو ته واستول شي او یا هم د اوبو له لارې د پناه غوښتونکو د ورتګ مخه و نیول شي.

۶ میاشتو کې شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال بریتانیا ته رسیدلي

بریتانوي چارواکو ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال د مانش کانال له لارې بریتانیا ته اوښتي.

بریتانیا کې له غیر قانوني مهاجرتونو سره د مبارزې ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوې د کوچنیو کښتیو په وسیله د مانش کانال له لارې بریتانیا ته په غیر قانوني ډول د کډوالو په اوښتو کې د خورا ډیریدو شاهدان دي.

د یادولو ته چې اوسمهال ګڼ شمیر کډوال د فرانسې بندي ښار کالې کې بریتانیا ته د اوښتو انتظار باسي.

 

نورې ليکنې

Webpack App