بريتانيا ته د زيات شمير مهاجرو له رسېدلو وروسته اوس د دغه هيواد محافظه کار حکومت غواړي چي د پناه غوښتني په قوانينو کي ښکاره سختۍ رامنځته کړي.
د بریتانیا د کورنیو چارو زیرې پريتي پټېل په پام کي لرل چي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جولای ۶مه) يوه قانوني مسوده وړاندي کړي. د دغه قانوني مسودې مقصد و بريتانيې ته د مهاجرت لاري او د پناه غوښتني قوانين سختول دي.
په دې ترڅ کي په دغه مسوده کي په پام کي نيول سوې چي که پر يو چا د انساني قاچاق جرم ثابت شي نو ورته د عمر قيد سزا اورېدل کيدلای شي. د دې تر څنګ په ياده مسوده کي د بريتانيې له خاوري څخه د باندي د مهاجرو له پاره د کمپونو او نوم ثبتونې د مراکزو وړانديز هم شامل دی.
د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چي «د لسيزو راهيسي خراب او مات د پناه غوښتنې په قانون کي به داسي توند تغيرات راولي چي تر مخه يې ساری نه وي ليدل شوی.» د دغه وزارت په وينا د بريتانيا حکومت غواړي چي په دې توګه به دا ممکنه شي چي ناقانونه مهاجر په چټکه توګه اخراج کړل شي.
خو د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو ملاتړ سازمانونه پر دغو پلانونو سخت انتقادونه کوي. د دا ډول سازمانونو فعالان د بريتانيا پلان شوو قوانينو ته د «مهاجرضد قوانين» خطاب کوي. د دغه فعالينو په وينا د دغو قوانينو په مرسته به زرګونه بې سرپرسته مهاجر د مجرمينو په قطار کي راوستل شي.
د بريتانيې د محافظه پال حکومت له پاره د برېکزيټ وروسته په تر ټولو مهمو هدفونو کي د ناقانونه مهاجرت مخه نيول يو مهم هدف دی. دغه حکومت «پر خپلو پولو د خپل کنټرول بېرته ترلاسه کولو» څخه خبره کوي. دا هغه شعار دی چي پر واک راتللو څخه تر مخه په انتخاباتي کمپاين کې د محافظه پال ګوند له خوا ورکول کيدی. د دغه حکومت يوه بله ژمنه له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو يعني د برېکزيټ وه.
بريتانيه په داسي حال کي د پناه غوښتنې په تړاو په خپلو قوانينو کي د بدلون اقدامات کوي چي اروپايي اتحاديه لا د مهاجرت په تړاو د قوانينو پر موضوع خپلمنځي تفاهم ته نه ده رسېدلې. په دغه اتحاديه کي غړي هيوادونه لا تر اوسه پر دغه موضوع خپلمنځي زيات د نظر اختلافات لري.
د هغه باوجوده چي بريتانوي سرحد ساتونکو د فرانسې سره پر ساحل کنټرول زيات کړی دی خو بيا هم په جون مياشت کي له دغي لاري تر ۲۰۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي بريتانيې ته داخلي شوي دي. د بي بي سي د راپور له مخي دا په يوه مياشت کي له دغي لاري و بريتانيې ته د رسېدونکو مهاجرو ريکارډ تر ټولو زيات شمير دی.
آ./ا.ا.