کابل ښار د ګل سرخ په سیمه کې د بې ځایه شویو کورنیو غیر  رسمي کمپ. انځور: مهاجر نیوز. جون ۲۰۲۰
کابل ښار د ګل سرخ په سیمه کې د بې ځایه شویو کورنیو غیر رسمي کمپ. انځور: مهاجر نیوز. جون ۲۰۲۰

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د ناامنیو په ډیریدو سره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان تازه خپلو کورونو پرییښودو ته اړ شوي دي. یو شمیر دغه کورنۍ چې کابل ته يي پناه وړې له دولت د سرپناه غوښتنه کوي.

د کابل ښار په زړه کې چهارهی ګل سرخ هغه سیمه ده له جګړې څخه تښتیدلي ۱۲۷ کورنۍ په کې میشت دي. په دغه غیر رسمي کمپ کې ډیرۍ د لغمان بې ځایه شوې کورنۍ له خټو جوړ شوي کورونو او خیمو لاندې شپې سبا کوي.

۵۵ کلن غازي رستم خیل چې له خپلې کورنۍ سره یوځای په دغه کمپ کې میشت دی د ناامنیو او بې سرپناهی له وجې نه شي کولای بیرته خپل اصلي ټاټوبی لغمان ته ولاړ شي.

نوموړی مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« بې کوره خلک یو او دلته دولتي ځمکه کې مو موقته سرپناه جوړه کړې، په لغمان کې جګړه ده او ځایونه نه لرو نو چیرته واوسیږو.» رستم خیل هیله لري که لغمان کې امنیت ټینګ شي نو ښايي بیرته خپل کلي ته ولاړ شي خو د خپلې سرپناه په اړه اندیښمن دی.

د ګل سرخ په دغه کمپ کې ولي ګل هم د بې سرپناهۍ له امله سرټکوي او وايي چې د جګړو له امله خپل کور او کلۍ يي پریښی او په دغه کمپ کې په یو ویجاړ کور کې اوسیږو.

کابل کې یو تن بې ځایه شوی ولي ګل. انځور: مهاجر نیوز
کابل کې یو تن بې ځایه شوی ولي ګل. انځور: مهاجر نیوز

ولي ګل وايي:« زه له خپلې میرمن سره په دغه ویجاړ او تیاره کوټه کې اوسیږم چې هیڅ ډول خدمات په کې نشته، ټول عمر مې په همدغه خراب کور کې تیریږي.». هغه له دولت څخه د یوې مناسبې سرپناه او د کاروبار د زمینې د برابرولو غوښتنه کوي.

۵۵ کلن خانداد شاوخوا یوه میاشت وړاندې د لغمان ولایت له جګړو تښتیدلی او له خپلې کورنۍ سره يي دغه کمپ ته پناه راوړې. هغه هم د سرپناه د ستونزې له امله سر ټکوي.

یوازې بې ځایه شوې کورنۍ نه دي چې د سرپناه د نه درلودلو څخه سرټکوي بلکه هغه افغانان چې له پاکستان او ایران څخه بیرته خپل هیواد ته راګرځي له دولت څخه ورته غوښتنې لري.

کلونه وړاندې افغان ولسمشر په شرایط برابر راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته د یوې نمرې ځمکې د ویش لپاره یو فرمان صادر کړی خو راستنیدونکي او بې ځایه شوې کورنۍ وايي چې له ژمنو سره سره لاهم دوې ته یوه نمره ځکه نه ده ورکړل شوې.

۲۰۰ زره نوي بې ځایه شوې کورنۍ

ملګري ملتونه وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د تاوتریخوالو د ډیریدو له امله د روان میلادي کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰۰ زره تنه خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د کابل ښار د ګل سرخ په دغه کمپ کې چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري ۱۲۷ بې ځایه شوې کورنۍ میشت دي.
د کابل ښار د ګل سرخ په دغه کمپ کې چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې موقعیت لري ۱۲۷ بې ځایه شوې کورنۍ میشت دي.

جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازۍ نصیر احمد اندیشه چې نن چهارشنبه په یو کنفرانس کې يي د داخلي بې ځایه شویو په اړه خبرې کولې وویل:« ایران او پاکستان کې د شاوخوا ۲،۳ میلیونه راجسټر افغانانو او د کال له پیل څخه له ۲۰۰ زرو څخه ډیر داخلي بې ځایه شویو ته په پام سره، د افغانانو او کوربه ټولنې اړتیا تر بل هر وخت ډیر شوی، دا په دې معنی ده چې مونږ باید د کډوالۍ په برخه کې پانګونه ډیره کړو.»

د یادولو ده چې په ټول افغانستان شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغانان د جګړو، وچکالۍ او تاوتریخوالو له امله له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوې دي چې له دې ډلې یوازې ۲۰ زره کورنۍ يي کابل ته پناه وړې.

 

نورې ليکنې