د افغانستان کندز ولایت. انځور: DW
د افغانستان کندز ولایت. انځور: DW

د بشري حقونو څار سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کندز ولایت کې، طالبان له افغان حکومت سره د همکارۍ په تور ملکیان له خپلو کورونو ایستلي او کورنو ته يي اور ورته کړی. د بشري حقونو څار سازمان له طالبانو غواړي چې پر ملکي خلکو خپل بریدونه و دروي.

د کندز ولایت د باغ شرکت سیمې یو شمیر اوسیدونکي د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي چې وسله وال طالبان د دوې سیمې ته ننوتل او د لوډسپیکرونو په وسیله يي پر خلکو امر وکړ چې د دوو ساعتونو لپاره خپل کورونه پریږدي چې په پایله کې ۴۰۰ کورنۍ د کندز ښار ته و تښتیدل.

د بشري حقونو څار سازمان د تیرې چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې لیکلي:« وسله وال طالبان د افغانستان په خیتځ کې د برید پر مهال له حکومت سره د همکارۍ په تور د خلکو کورونه لوټ کړي، اوسیدونکي يي په زوره آواره کړي او کورونه يي سوزلي دي.»

یاد سازمان اټکل کوي چې د روان میلادي کال د می له میاستې راهیسې طالبانو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ۱۵۰ ولسوالۍ نیولي دي.

کندز کې د باغ شرکت سیمي اوسیدونکي ویلي چې د جون له ۲۱ نه تر ۲۵ پورې، طالبان وسله وال د سیمې خلکو ته ویلي چې دوې له وړاندې له افغان دولت سره مرسته کړې. د بشري حقونو د څار سازمان لیکلي چې طالبانو ادعا کړې چې دوې خلکو ته امر کړی چې «د خپل امنیت لپار» سیمه پریږدي. که څخه هم طالبان د خلکو د کورونو د سوځولو او لوټولو خبره نه مني خو یاده ډله تل له دولت سره د همکارۍ په تور ملکي وګړو ته زیان اړولی دی.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې د طالبانو د ګواښ له امله ۴۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو تښتیدلي چې د دغو کورنیو له ډلې ۲۰۰ کورنۍ د بدخشان فیض آباد ښار او یو شمیر نور يي بیا تالقان ښارته پناه وړي.

« زه کونډه یم او تاسې ولې د خلکو کورونو لټوئ»

د بشري حقونو څار سازمان د جولای په لومړیو کې د ټیلفون له لارې د باغ شرکت له اوسیدونکو سره خبرې وکړې.

د سیمې یو تن اوسیدونکی ۴۳ کلن سراج الدین د بشري حقونو څار سازمان سره په خبرو کې وویل:« کله چې د طالبانو اعلان مې واورید نو پټ شوم ځکه پوهیدم چې طالبان به راپسې راشي.» د سیمې دغه اوسیدونکی ویلی:« په ۲۰۱۵ کال کې کله چې طالبانو د دوو اونیو لپاره د کندز ښار و نیو، نو د افغان سرتیرو یو قومندان له ما څخه د مرستې غوښته وکړه او را ته يي وویل چې دوې ته خواړه برابر کړي.» سراج الدین وايي چې مونږ افغان سرتیرو ته خواړه برابر کړل خو اوس طالبان وايي چې ما له افغان سرتیرو سره مرسته کړې او باید خپل ځای پریږدم.

نور ولولئ: کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ له دولت څخه د سرپناه غوښتنه کوي

یوې ۴۵ کلنې ښځې د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي چې د طالبانو له اعلان وروسته، د دوې جنګیالي کور په کور تالاشي پیل کړل. نوموړې وايي وايي ما هغوې ته وويل « زه کونډه یم»، تاسې ولې د خلکو کورونه لټوئ. یادې ښځې وویل چې طالبانو راته وویل چې « کفار» سره دې مرسته کړې او باید دا سیمه پریږدې. دغه ۴۵ کله ښځه له ۲۰ کلونو وروسته خپله سیمه پریښوده او اوس په فیض آباد کې ژوند کوي.

د بشري حقونو څارسازمان اندیښنه

د بشري حقونو څارسازمان د طالبانو د جنګي جنایت په اړه اندیښمن دی او پر عامو خلکو بریدونه او د دوې د کورونو لوټول له نړیوالو قوانیو څخه سرغړونه بولي.یاد سامازمان له طالبانو غواړي چې پر ملکي خلکو خپل بریدونه و دروي او له ملګرو ملتونو او دولتونو غواړي چې د سولې د خبرو پر مهال پر طالبانو فشار راوړي تر څو د دوې د زور زیاتیو مخه و نیول شي.



 

نورې ليکنې