شاوخوا ۶،۵ میلیونه افغانان بیلابیلو هیوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي. انځور: آرشیف
شاوخوا ۶،۵ میلیونه افغانان بیلابیلو هیوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي. انځور: آرشیف

په افغانستان کې د ناامنیو له ډیریدو سره یو شمیر باظرفیته او متخصص افغانان په جګړه کې د طالبانو د پرمختګ له ویرې خپل ملک پریښودو ته اړ شوي دي. وال سټریټ ژورنال ورځپانې په خپل یوه تازه راپور کې له یو شمیر هغو متخصصو ځوانانو سره خبرې کړي چې د ناامنیو له امله يي خپل هیواد پریښۍ او نورو هیوادونو ته يي پناه وړې.

یاده ورځپاڼه لیکلي ۲۴ کلنه حسیبه ابراهیمي چې د سینما یوه لوبغاړې ده، د یو عصري افغانستان هیله لري. د سینما د صنعت دغه ستورۍ د ګڼو نورو افغانانو په څیر په پاکستان او بیا ایران کې لویه شوې او په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان ته ولاړه چې ورووسته بیا د سینما په یوه ستورې بدله شوه.

میرمن ابراهیمي د نومبر په میاشت کې یوه ویډیو خپره کړه او له افغان ځوانانو څخه يي غوښتنه وکړه چې امید له لاسه ور نه کړي. هغې وویل:« هر څه ستونزمن دی خو ناممکن نه دي.» د دغه ویډیو له خپریدو څخه ډیر وخت لا نه و تیر چې نوموړې د خپلې خور د لیدو لپاره چې په اندونیزیا کې میشته ده، استرالیا ته ولاړه خو هغه لاهم په استرالیا کې ده.

حسیبه وايي:« مور مې راته وویل چې ډیره را باندې ګرانه يي خو نه غواړم چې بیرته را و ګرځي او خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړې. واقعا د افسوس خبره ده چې فکر کوئ په خپل هیواد کې آینده نه لرئ.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان څخه کلونه وړاندې سل ګونه زره ځوانان اروپا، استرالیا او امریکا ته پناه یو وړل. خو اوس هغه ځوانان چې زده کړې يي کړي او د دې هیله يي نه درلوده چې خپل ملک پریږدي، نورو ملکونو ته يي پناه وړې.

نور ولولئ: د بشري حقونو څار سازمان: طالبان په زوره خلک خپلو کورنو پریښودو ته اړ ایستلي

۲۶ کلن شفیع کریمي چې په کابل کې يي د آزادۍ راډیو له درې برخې سره دنده ترسره کوله، د دسمبر په میاشت کې د ترهګرو له ګواښ وروسته هیواد پریښودو ته اړ شو. کریمي له خپلې میرمینې صوفیا سخي سره اوس په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې. شفیع کریمي وايي چې د افغانستان په رسنیو او مدني ټولنو کې ملګري ورته وايي چې هیواد يي ولې پریښۍ او په دې اړه پر پرې نیوکې کوي. کریمي وايي:« هغوی ټول وايي چې مونږ نوردلته پاتې نشو.»

 د کریمي میرمن صوفیا سخي چې په افغانستان کې خبریاله وه، وال سټریټ ژورنال ته ویلي:« مونږ هڅه وکړه چې په افغانستان کې خپل ژوند جوړ کړو خو اوس ما هرڅه له لاسه ورکړل. ځوان نسل لپاره هیڅ هیله نشته.»

«افغانان ویره نه لري»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره اوس د دې ویره شتون لري چې افغانان او په ځانګړې ډول ځوان نسل به یوځل بیا کډوالۍ ته اړ شي. په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان د یو شمیر ولسوالیو ولکه په واک کې واخیسته او خپلو جګړو ته يي شدت ورکړی.

کابل د امریکا له ۲۰ کلن شتون سره اوس یوه نوې بڼه ځان ته غوره کړې. نفوس يي ۶ میلیونو ته لوړ شوی، دنګې دنګې ودانۍ په کې جوړې شوي، ځوان نسل لپاره د ورزش عصري صالونونه او رستورانتونه جوړ شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د چارو ادارې رییس فضل فضلي وال سټریټ ژونال ته ویلي:« نوی نسل په پوره ډول آزادي لري. افغانان ویره نه لري، طالبان نه شي کولای چې دغه نسل کنټرول کړي.»

د رسمي شمیرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۶،۵ میلیونه افغانان د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د کډوالۍ شپې تیروي چې له دې ډلې له ۹۰ سلنو څخه ډیره برخه يي په پاکستان او ایران کې میشت دي.

 

نورې ليکنې