د فینلنډ د بهرنیو چارو وزیر. انځور: فرانس پرس خبري آژانس
د فینلنډ د بهرنیو چارو وزیر. انځور: فرانس پرس خبري آژانس

د فینلنډ د بهرنیو چارو وزیر خبردارۍ ورکړی چې ښايي په افغانستان کې د طالبانو پرمختګ له دغه هیواد څخه د خلکو د تیښتې او اروپا ته د پناه راوړلو لامل شي.

د فینلنډ د بهرنیو چارو وزیر پکا هاویستو د چهار شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل:« که طالبان په افغانستان نورې سیمې و نیسي نو له دې سره به د خلکو ستونزې ډیرې شي او ښايي اروپا له افغانستان څخه د کډوالو دیوې نوې څپې سره مخامخه شي.»

نوموړی وايي چې کیدای شي ترکیه د هغو کډوالو لپاره، چې غواړي اروپا ته پناه راوړي، په یو ترانزیټي لارې بدله شي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکو له وتلو سره وسله وال طالبان خپلو جګړو ته شدت ورکړی او یو شمیر ولسوالۍ يي تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

بل پلو بیا د بشري حقونو څار سازمان په یوه اعلامیه کې تیره چهارشنبه وویل چې د افغانستان په ختیځ کندز ولایت کې، طالبان له افغان حکومت سره د همکارۍ په تور ملکیان له خپلو کورونو ایستلي او کورنو ته يي اور ورته کړی.

د رسمي شمیرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۶،۵ میلیونه افغانان د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د کډوالۍ شپې تیروي چې له دې ډلې له ۹۰ سلنو څخه ډیره برخه يي په پاکستان او ایران کې میشت دي.

 

نورې ليکنې