د طالب او افغان ځواکونو د نښتو له امله د نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ښار ته بې ځایه شوې کورنۍ.   
© AFP. اکتوبر۲۰۲۰،۱۴
د طالب او افغان ځواکونو د نښتو له امله د نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ښار ته بې ځایه شوې کورنۍ. © AFP. اکتوبر۲۰۲۰،۱۴

افغانستان کې له پیښو سره د مبارزې عالي اداره ( ANDMA) وايي چې د طالبانو د ظلم او وحشت له امله تیرو دوو کلونو کې ۵ میلیونه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي. یاده اداره له نړیوالې ټولنې غواړي چې له دغو بې ځایه شویو سره دې مرسته وکړي.

له پیښو سره د مبارزې ادارې مشر غلام بهاوالدین جیلاني تیره ورځ پنجشنبه، کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې یوازې په تیرو دوو میاشتو کې له ۳۰ زرو څخه ډیرې کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي چې د نوموړي په وینا له ۲۰ زره کورنیو سره يي بشري مرستې ترسره شوي دي.

غلام بهاوالدین جیلاني وايي:« د هغو کورنیو مجموعي شمیر چې په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو د ظلم او حشت له امله آواره شوي دي، ۵ میلیونه تنو ته رسیږي.» نوموړی وايي چې اوسنۍ سخت شرایط او د بې ځایه شویو د شمیر ډیروالی بې ځایه شویو ته د بیړنیو خدماتو پر رسولو اغیز کړی.

غلام جیلاني وايي چې د افغان حکومت لخوا بیړنۍ مرستې تر ډیرو سختو شرایطو لاندې تر سره شوي دي. هغه وویل: « مونږ د بیړنیو مرستو رسولو پروسه په ۲۵ ولایتونو کې پیل کړل چې ۱۷ ولایتونو ته مرستې رسیدلي دي.»

له پیښو سره د مبارزې ادارې مشر وویل وروستیو بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۵۰۰ میلیونه نورو افغانیو ته اړتیا ده. هغه له نړیوالې ټولنې، مرستندویه ادارو، سوداګر او خلکو و غوښتل چې له یادې ادارې سره دې په دې برخه کې مرستې وکړي.

د یادولوده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی او یو شمیر ولسوالۍ يي تر خپلې ولکې لاندې راوستي چې له دې سره د سیمې اوسیدونکي خپلو کورنیو پریښودو ته اړ شوي دي.

 

نورې ليکنې