د کالې ښار روغتون ته نږدې کډوالو پنډغالې کې د فرانسوي پولیسو عملیات. هرو دوو ورځو کې کډوال اړ دي چې خپلې خیمې له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي. ۲ سپتمبر، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي
د کالې ښار روغتون ته نږدې کډوالو پنډغالې کې د فرانسوي پولیسو عملیات. هرو دوو ورځو کې کډوال اړ دي چې خپلې خیمې له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي. ۲ سپتمبر، ۲۰۲۰ کال. انځور: مهدي

د فرانسې په ختیځ کې کالې ښار ته نږدې، امنیتي ځواکونو د کډوالو یو کمپ چې ۱۳۰ تنه پکې ځای پر ځای شوي و، خالي کړي. چارواکي وايي چې کډوال تر هنګرونو لاندې چې د جوړیدو په حال کې و له خطره ډک حالت کې ژوند کاو خو مرستندویه ادارې بیا وايي چې کډوال له باران څخه د خوندیتوب لپاره دغلته اوسیدل.

د پادو کالې د پولیسو قومندانۍ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه کار د « سرپناه» د هغه پلان یوه برخه ده چې د جولای په پنځمه پیل شوه. دوې وايي چې د جمعې په سهار د مانیزیا د هنګرونو په سیمه کې د کډوالو د کمپ د خالي کولو عملیات پیل او اوسیدونکي يي نورو سیمو ته واستول شول.

ځايي پولیس د جون په لومړیو کې هم له یادې سیمې څخه ۶۵۰ کډوال چې ډیری يي ایراني او سوډانیان و، نورو استوګنځایونو ته واستول. د کمپ د خالي کولو له دغه عملیات وروسته، مانیزیا په سیمه کې ۲۰۰ استوګنځایونه جوړ شول خو یو شمیر کډوال چې بریتانیا ته د تګ هیله لري، نه غواړي دغو استوګنځایونو ته ولاړ شي.

نور ولولئ: کالې کې د مهاجرو پر وړاندې د پولیسو له خوا تاوتریخوالی ډېر شوی

چارواکي: کډوال له « جدي خطر» سره مخامخ و.

کالې کې د پولیسو قومندانۍ ویلي هنګرونه تر کار لاندې و چې له امله يي کډوال له « جدي خطر» سره مخامخ و، خو د Auberge des migrants مرستندویه ادارې مشر فرانسوا ګنوک په خبره، کډوال یوازې له باران څخه د خوندیتوب لپاره دغه سیمه کې ځای پر ځای شوي ول. نوموړی وايي:« په دغه سخته هوا کې د خلکو ایستل یو ناورین دی.»

 د کډوالو د کمپونو د خالي کولو تکرار، په دې وروستیو کې د کالې په شواخوا کې د خلکو ژوند تریخ کړی دی. ډیری کډوال اړ دي چې له سرپناه پرته د سړک پر غاړو شپه سبا کړي. د پولیسو له خوا د دوې د خیمو ټولول دومره ډیر شوي چې اوس مرستندویان د نورو خیمو د اخیستلو او ویشلو توان نه لري. د Collective Aid په نوم یوه مرستندویه اداره وايي چې تیر ژمي کې شاوخوا ۳۰۰۰ خیمې يي پر کډوالو وویشلي خو د راتلونکي ژمي لپاره د خیمو د ویشلو توان نه لري.

نور ولولئ: کالې کې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو د منع فرمان د بیا تمدید کېدو پر ضد لاریون

د ټولنیزو سازمانونو په وینا، شاوخوا ۱۵۰۰ بې سرپناه کډوال چې کورنۍ هم په کې شاملې دي، د کالې ښار په شاوخوا سیمو کې ژوند کوي. ډیری دغه خلک هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته واوړي.

 

نورې ليکنې

Webpack App