د ۲۰۱۹ د مارچ ۱۳مه: ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې په لاریو کې ځانونه برتانیا ته ورسوي. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۱۹ د مارچ ۱۳مه: ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې په لاریو کې ځانونه برتانیا ته ورسوي. کرېډېټ: رویترز

د برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې د لنډن په شمالي کالېندل سیمه کې یو افغان د انساني قاچاق وړونکې او مجرمې ډلې د غړیتوب په شک نیول شوی دی.

د برتانیا د ملي جرمونو ادارې سرتېرو تېره پنجشنبه د لنډن په کلیندل سیمه کې یو افغان د یوې قاچاقي ډلې د غړیتوب په شک نیولی دی.

دغه ۳۲ کلن افغان ګل ولي جبارخېل نومېږي. نوموړی په دې تورن دی چې د هغې قاچاقي ډلې غړی دی چې د فرانسې له شمالي سیمې او بلجیم څخه مهاجر برتانیا ته انتقالوي.

ګلي ولي جبارخېل د تېرې شنبه په ورځ (د جولای ۱۰مه) د برتانیا وېسلدن محکمې ته حاضر شو. نوموړی اوس په توقیف کې دی او ټاکل شوې چې د اګست میاشتې پر ۶مه د هارو سیمې جزایي محکمې ته حاضر شي.

د برتانیا د ملي جرمونو ادارې ویلي چې دغه ډله بلجیم کې له قاچاق ډلو سره په تماس کې ده او د لارۍ چلوونکو په مرسته مهاجر د مانش کانال له لارې برتانیا ته قاچاقوي.

د یادې ادارې قومندان اندي نویز د ګلي ولي جبارخیل نیونه «خورا مهمه» بللې ده او زیاته یې کړې پر نوموړي شک شته چې مهاجر یې لاریو کې ځای پر ځایول او په خطرناکو شرایطو کې یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته داخلول.

که څه هم بريتانوي ځواکونو د فرانسې سره پر ساحل کنټرول زيات کړی دی، خو بيا هم په جون مياشت کې له دغې لارې تر ۲۰۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي برتانیا ته داخل شوي دي.

 

نورې ليکنې