کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اخراج شوي افغانان. انځور: پیکچر الیانس. ۲۰۱۹ کال.
کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اخراج شوي افغانان. انځور: پیکچر الیانس. ۲۰۱۹ کال.

په افغانستان کې د ناامنیو له ډیریدو او د کرونا ویروس د خپریدو سره سم، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له اروپايي هیوادونو څخه غوښتي چې د دریو میاشتو لپاره دې د افغانان ایستل و دروي. بل پلو اروپايي چارواکي د کډوالو د نویو څپو په اړه اندیښمن دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د افغانستان اوسنۍ وضعیت د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره مناسب نه بولي او په دغه هیواد کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي په ډیریدو اندیښمن دی.

یاد وزارت د شنبې په ورځ د جولای په ۱۱ مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې په زوره د افغانانو ایستل يي رسما له اروپايي هیوادونو سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې شریکه کړې. وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي:« دا اقدام د اروپايي ټولنې سره د کډوالۍ په برخه کې د همکاريو د ګډې اعلامیې، المان سره د ګډې اعلامیې، د ناروې، فنلانډ، فرانسه، سوېډن، ډنمارک، انګلستان،سويس او هالنډ سره د دوه اړخيزه او درې اړخيزه هوکړه ليکونو ته په پام سره د افغانستان حکومت له خوا ترسره شوی.»

د کډوالو او راستنیدونکو چارو زارت په افغانستان د جګړې وضعیت ته په پام سره له اروپايي هیوادونو غوښتني چې د دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو اجباري ایستل و دروي. په اعلامیه کې زیاته شوې:« د دولت په دې پرېکړې کې ټينګار وشو چې کوربه هېوادونه به د راتلونکو دريو مياشتو لپاره د چنګاښ د ۱۷مې نېټې څخه د تلې تر ۱۷ مې نېټې پورې په زرو د افغان کډوالو د ايستلو څخه ډډه وکړي.»

نور ولولئ: له آلمان څخه یوه ډله اخراج شوي افغانان کابل ته ورسیدل

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له افغانستان څخه د کډوالو د نویو څپو او په کور د ننه د داخلي بې ځایه شویو د شمیر د زیاتوالي په اړه اندیښمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې آلمان تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ ۲۷ کسان افغانان له خپلې خاورې اخراج کړل.

د ناامنیو ډیریدل

د کډوالو د ایستلو دغه غوښتنه داسې مهال ترسره کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې وسله والو طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی او یو شمیر ولسوالۍ يي تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

طالبانو په دې وروستو کې ادعا کړې وه چې د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاورې ولکه لري خو دغه غوښتنه بیا د افغان حکومت لخوا رد شوې.

اروپا ته د افغان کډوالو د نویو څپو په اړه د اروپايي چارواکو اندیښنې

اروپايي چارواکي اندیښنه لري چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو سره به اروپايي هیوادونه د افغان کډوالو له نویو څپو سره مخامخ شي.

د پولنډ لومړی وزیر ماتوز مور اویسکي د جمعې په ورځ وویل:« له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل د دې لامل کیدای شي چې اروپا د کډوالۍ له نوې څپې سره مخامخه شي.»

نور ولولئ: د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه د متخصصینو تیښته

د چک لومړی وزیر آندرج بابیس هم په دې اړه اندیښنه لري او ویلي يي دي چې له افغانستان څخه د کډوالو نوې څپه به « لوی ګواښ» رامنځ ته کړي. نوموړی وايي چې مونږ باید د دې توان ولرو چې له خپلو بهرنیو پولو ساتنه وکړو.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۶،۵ میلیونه افغانان د نړۍ په شاوخوا ۷۵ هیوادونو د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي او شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په کور دننه د جګړو او تاوتریخوالو له امله له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوې دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App