تېره شنبه د ترکیې په ختیزه برخه کې د افغان، پاکستاني او بنګله دېشي کډوالو د انتقال یوه میني بس نسکور شو او اور یې واخیست. د چارواکو په خبره په دې پېښه کې ۱۲ مهاجر وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان دي.
تېره شنبه د جولای میاشتې ۱۰مه د ایران پولې ته څېرمه د ترکیې په ختیزه برخه کې پروت وان ولایت کې د مهاجرو انتقال یوه موټر ترافیکي پېښه وکړه چې پکې ۱۲ کډوال مړه شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان دي. د چارواکو په حواله دغه میني بس کې افغان، پاکستاني او بنګله دېشي مهاجر سپاره وو.
د وان قومندانۍ ویلي مړه شویو کې هغه کس هم شامل دی چې دغه قاچاقي سفر یې تنظیم کړی و.
ټپي شوي کسان روغتون ته وړل شوي دي. پولیسو دغه راز د بس څښتن نیولی دی.
افغان او پاکستاني مهاجر ډېری وختونه له ایران څخه پیاده ترکیې ته داخلېږي او وروسته بیا په سرویسونو کې د دغه هیواد انقرې او یا استانبول ښارونو ته ځان رسوي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۰ په جولای میاشت کې د ترکیې د وان په نامه ډنډ کې ۶۰ مهاجر ډوب شول. هغه وخت ترکي چارواکو د پېښې په تړاو ۱۱ کسان نیولي وو.
تېر کال ټولټال ۸۰ کسان د وان په سرحدي ولایت کې مړه شوي دي چې د ۲۰۱۹ پرتله (۵۹ کسان) زیاتوالی ښيي.