د استانبول په هیوايي ډګر کې افغانه کورنۍ چې ترکیي ته د ننوتلو انتظار باسي. انځور::حوریت ورځپاڼه
د استانبول په هیوايي ډګر کې افغانه کورنۍ چې ترکیي ته د ننوتلو انتظار باسي. انځور::حوریت ورځپاڼه

درې اونۍ کیږي چې له جګړې تښتیدلې یوه افغانه کورنۍ د استانبول په هیوايي ډګر کې ترکیې ته د ننوتلو انتظار باسي. یادې کورنۍ ته د ویزې د نه لرلو له امله دغه هیواد د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي. په دغه ۱۶ کسیزه کورنۍ کې کوچني ماشومان او ښځې هم شامل دي.

یاده کورنۍ د جون میاشتې په ۲۲ د استانبول هوايي ډګر ته ورسیدل خو لاهم په هوايي ډګر کې ترکیې ته د ننوتلو انتظار باسي. د کورنۍ غړو بې بې سي ته ویلي چې دوې له ویزې پرته ترکیې ته رسیدلي دي او د چارواکو لخوا ورته د دخولي اجازه نه ورکول کیږي. یاده کورنۍ د طالبانو د ګواښ له امله نه غواړي بیرته افغانستان ته وګرځي.

د دغې کورنۍ یو تن غړی چې ځان ته د احمد خطاب کوي بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان په هرات ولایت کې يي د Blumont په نوم د امریکا په مرسته جوړ، یوې مرستندویه ادارې سره يي دنده تر سره کوله چې وروسته بیا د طالبانو له ګواښ سره مخامخ شو.

احمد وايي:« تیره میاشت کله چې زمونږ د خپلوانو څخه یو کس د طالبانو لخوا ووژل شو، زما کورنۍ هم د تیښتې پریکړه وکړه. لومړۍ له هرات څخه کابل او بیا د کابل له هوايي ډګر څخه استانبول ته راغلو خو بالاخره دلته د ویزې د نه لرلو له امله و نه منل شو او اوس د میدان په ترمینال کې ژوند کوو.»

نور ولولئ: ترکیه: ترافیکي پېښه کې ۱۲ کډوال مړه شوي

دغه افغانه کورنۍ وايي چې که بیرته افغانستان ته وګرځي نو د مرګ په خطر سره به مخاخ شي نو له همدې امله دوې په استانبول کې د یو نوي ژوند د پیل انتظار باسي.

د ترکي چارواکو په خبره د جګړې له ویرې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ تنه افغانان په ناقانونه توګه دغه هیواد ته د ننه کیږي.

 

نورې ليکنې