هرات ولایت انصارو کمپ کې له ایران څخه ستانه شوي کډوال د کرونا ویروس د تشخیص په حال کې. فبروری ۲۰۲۰. انځور: پدرام قاضي زاده
هرات ولایت انصارو کمپ کې له ایران څخه ستانه شوي کډوال د کرونا ویروس د تشخیص په حال کې. فبروری ۲۰۲۰. انځور: پدرام قاضي زاده

د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي وايي چې له افغانستان څخه ګڼ شمیر کډوال ایران ته د ننه کیږي او دوې اړ دي چې د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي لپاره د داوړو هیواو ترمنځ پولې ته نږدې، د کرونا د مخنیوي مرکزونه جوړ کړي.

د فرانسې نړیوال راډیو خبر ورکړی چې د ایران د روغتیا وزیر دغه غوښتنه د پوځ د قومندانانو او د طبي پوهنتونونو د رییسانو په ګډه ناسته کې د یکشنبې په ورځ و کړه. سعید نمکي په دغه ناسته کې وویل:« ګڼ شمیر آواره خلک له افغانستان څخه ایران ته د ننوتلو په حال کې دي، د دوې بیرته ګرځول آسانه کار نه دی او مونږ اړ یو چې داسې مرکزونه جوړ کړو چې په کې د کرونا ناروغیو درملنه وکړو.»

نوموړی ادعا کوي چې له ۲۵۰ زرو څخه د ډیرو افغانانو درمنله يي په وړیا ډول ترسره کړې او نړیوالې ادارې ورسره په دې برخه کې مرسته نه ده کړې. هغه وايي له همدې امله باید د وسله وال پوځ په مرسته دغه کار وکړي او پر پولو د غیر قانوني تګ را تګ مخه و نیسي.

د فرانسې نړیوال راډیو د سعید نمکي له خولي لیکلي:« ختیځې او لویدیځې پولې د کنټرول وړ دي خو جنوب او لویدیځو پولو کنټرول له دې امله ګران دی چې په ګاونډ هیواد کې تاوترخوالی ډیر دی.»

نور ولولئ: د افغان کډوالو له لارې ایران څخه د کرونا ویروس د لیږد په اړه تازه اندیښنې

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې له افغانستان څخه د کډوالۍ د نو یو څپو په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي. د شنبې په ورځ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وویل چې د طالبانو د تاوترخوالي له امله دوې اروپا ته د کډوالو د نویو څپو او په کور دننه د داخلي بې ځایه شویو په اړه اندیښمن دي.

د یادولو ده چې ایران د افغانستان هغه ګاونډ هیواد دی چې اوسمهال شاوخوا ۳ میلیونه اسناد لرونکي او بې اسناده افغانان په کې میشت دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App