اروپا څخه یو شمیر افغان کډوال کابل ته استول شوي. کابل هوايي ډګر. انځور: آرشیف\ د کابل هوايي ډګر د رسنیو دفتر
اروپا څخه یو شمیر افغان کډوال کابل ته استول شوي. کابل هوايي ډګر. انځور: آرشیف\ د کابل هوايي ډګر د رسنیو دفتر

د فنلنډ د کډوالۍ ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو له ډیریدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د افغانانو اخراج د لنډ مهال لپاره و ځنډوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان حکومت له اروپايي هیوادونو غوښتي و چې د کډوالو ایستل دې د دریو میاشتو لپاره و ځنډوي.

د فنلنډ د کډوالۍ ادارې څخه د دوشنبې په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د جمعې په ورځ مونږ پریکړه وکړه چې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د وسیو د څیړلو په اړه به منفي پریکړه و نه کړو.

د فنلنډ د کډوالۍ ادارې د حقوقي برخې مشر جاککو پورینتي رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د افغانستان بې ثباتۍ او نامعلوم وضعیت په اشارې سره وویل:« د اوس لپاره مونږ داسې پریکړه نه کوو چې له مخې يي افغانستان ته اخراج ترسره شي.» هغه وویل مونږ نه شو کولای ووایو چې د هغه کس سرنوشت به څه کیږي چې د افغانستان یوې خاصې سیمې ته بیرته وګرځي.

د فنلنډ د کډوالۍ ادارې دغه چارواکي ویلي چې یاده پریکړه یوازې پر هغو کسانو پلي کیږي چې افغانستان ته د اخراج سره مخامخ دي.که څه هم نوموړی وايي چې د اخراج ځنډولو د قیقه موده لا نه ده مشخصه شوې خو زیاتوي چې د اوس لپاره داسې پریکړه نه کوي چې له مخې يي افغانان اخراج شي.

نور ولولئ: افغانستان له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د کډوالو ایستل دې د دریو میاشتو لپاره و دروي

فنلنډ وروسته له هغه دغه پریکړه کوي چې د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له اروپايي هیوادونو و غوښتل چې د دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو ایستل و دروي.

د فنلنډ کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې له ۷۰ سلنو څخه ډیر هغه افغانان چې په دغه هیواد کې د پناه اخیستلو او تابعیت غوښتنه کړې وه، غوښتنې يي منل شوې دي.

 

نورې ليکنې