مانش کانال کې ۱۲۳ کډوال د فرانسوي چارواکو لخوا ژغورشوي دي. انځور: د فرانسۍ په شمال کې سمندري ځواکونو دفتر. جولای ۲۰۲۱
مانش کانال کې ۱۲۳ کډوال د فرانسوي چارواکو لخوا ژغورشوي دي. انځور: د فرانسۍ په شمال کې سمندري ځواکونو دفتر. جولای ۲۰۲۱

فرانسوي چارواکي د دوشنبې په ورځ ۱۲۳ کډوال چې غوښتل يي په ناقانونه ډول د مانش کانال له لارې بریتانیا ته واوړي له سمندر څخه ژغورلي دي. په ژغورل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر له دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یو له دغو کښتیو کې ۵۵ تنه ژغورل شوې دي چې په دغه ډله کې ۱۰ ښځې او دوه ماشومان هم شامل و.چارواکي ویلي چې د دغو کډوالو کښتۍ د «پا دو کالې» په سواحلو کې له ستونزو سره مخامخه وه چې وروسته بیا د فرانسې د سمندري ځواکونو لخوا و ژغورل شوه او سپاره مسافر يي د «بولون سور مر» سیمي ته واستول.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر چارواکي ویلي چې له پیښې لږه موده وروسته په یوه جلا پیښه کې یوه ښځه په کښتۍ کې ولیدل شوه او کښتې کې اوبه دننه شوې وه چې وروسته بیا ۳۷ تنه سپاره مسافر په چورلکه کې له سمندر څخه وچې ته ولیږدول شول. له ژغورلو وروسته دغه کډوال د کالې ښار سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

 په یوه بله پیښه کې له سمندر څخه د ژغورنې یوې ډلې (SNSM) په مرسته ۲۷ تنه نور کډوال هم هم ژغورل شوي او د کالې ښار ته استول شوې دی.

نور ولولئ: انګلیس کانال کې هغه ۸۰ مهاجر ژغورل شوي چې غوښتل یې برتانیا ته واوړي

د چارواکو له خبردارۍ سربیره، د ۲۰۱۸ کال راهیسې د مانش کانال له لارې بریتانیا په ناقانانه ډول د کډوالو په تګ کې ډیروالی راغلی. د رسمي شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په دغه سمندري لاره کې له ۹۵۰۰ څخه ډیرو خلکو هڅه کړې چې ځانونه بریتانیا ته ورسوي چې دغه شمیرې د ۲۰۱۹ کال په پرته څلور برابره ډیروالی ښيي.

 

 

نورې ليکنې

Webpack App