پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR
پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR

سره له دې چې داسې نښې نشته چې په یو ځل بیا به افغانان په ډله ایزه توګه پاکستان ته کډوال شي، خو د دغه هیواد چارواکي وايي چې مونږ په داسې یو حالت کې نه یو چې نور افغان کډوال و منو.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د سه شنبې په ورځ له امریکا غږ سره په خبرو کې، د افغانستان ناامنیو او د کډوالۍ د نوې څپو رامنځ ته کیدو ته په اشارې سره وویل چې نړیواله ټولنه دې د ننه په افغانستان کې بې ځایه شویو کورنیو ته امکانات برابر کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وویل:« داځل مونږ په داسې یو حالت کې نه یو چې وشو کولای نوي کډوال و منو. نړیوالې ادارې او ملګري ملتونه باید دوې ته د ننه په افغانستان کې ترتیباب برابر کړي.»

دغه اندیښنې داسې مهال رامنځ ته کیږي چې په افغانستان کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې ډیرې شوي دي. طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان د ۸۵ سلنې خاورې د ولکې ادعا کړې وه.

نور ولولئ: پاکستان : «د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو وخت را رسیدلی دی»

بل پلو د ملګرو متلونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د سه شنبې په ورځ، په افغانستان کې د جګړې له امله د بشري ناورین خبردارۍ ورکړ. په افغانستان کې د پیښو سره د مبارزې عالي ادارې هم خبر ورکړی و چې د طالبانو د ظلم او وحشت له امله شاوخوا ۵ میلیونه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.

له دې وړاندې تیره میاشت د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي و که چیرې په افغانستان کې وضعیت خراب شي نو پاکستان به د افغانانو پر مخ خپلې پولې خلاصې نه کړي.

 د یادولو ده چې پاکستان د افغانستان هغه ګاونډ هیواد دی چې دامهال شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په کې میشت دي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه يي له ملګرو ملتونو سره ثبت او د کډوالۍ اسناد لري.

 

نورې ليکنې