یوه بې ځایه شوې میرمن افغانستان په مزار شریف کې د IDP په یو کمپ کې د اوبو د جوشلو لپاره اور چمتو کوي. انځور:  UNHCR
یوه بې ځایه شوې میرمن افغانستان په مزار شریف کې د IDP په یو کمپ کې د اوبو د جوشلو لپاره اور چمتو کوي. انځور: UNHCR

افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډیریدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په نږدې راتلونکي کې دغه هیواد کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی. یاده اداره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دغو سختو شرایطو کې دې د افغانستان حکومت او خلکو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ( یو ان اچ سی آر) په خپله یوه اعلامیه کې د سه شنبې په ورځ ویلي چې سولې ته د رسیدو ناکامې هڅې او د تاوتریخوالو ډیریدل به په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د افغانانو د بې ځایه کیدو لامل شي.

په اعلامیه کې د یادې ادارې د یو تن ویاند بابر بلوچ له خولې لیکل شوي:« د روان کال جنورۍ میاشتې راهیسې د ناامنیو او تاوتریخوالو له امله شاوخوا ۲۷۰۰۰۰ افغانان نوي له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوې دي چې له دې سره په ټول هیواد کې د بې ځایه شویو شمیر ۳،۵ میلیونه تنو ته رسیږي.»

هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې بې ځایه شوې « یو ان اچ سی آر» ته د خپلو بې ځایه کیدو اصلي لامل سختې جګړې او په لویو لارو کې د ماینونو خښول بللي دي.

د « یو ان اچ سی آر» په خبره دغه بې ځایه شوې کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې ویلي چې له یو شمیر اړمنو کسانو سره يي بشري مرستې ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په اعلامیه کې راغلي:«  په افغانستان کې اوږد مهاله جنګ، د بې ځایه کیدو لوړه کچه، د کرونا ویروس ، مکرر طبیعي ناورین، و چکالي او ژور فقر د افغانانو تحمل وروستۍ حد ته رسولی.»

دغه اندیښنه په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې تیره ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار امریکا غږ ته ويلي و، چې هیواد يي د نورو افغان کډوالو د منلو توان نه لري. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتني و چې په کوردننه دې داخلي بې ځایه شویو ته ترتیبات برابر کړي.

نور ولولئ: پاکستان وايي چې نور افغان کډوال نه شي منلی

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دغې ادارې پر نړیوالو غږ کړی چې په دغو سختو شرایطو کې دې له افغانانو سره خپلې مرستې ډیرې کړي. په اعلامیه کې په دې اړه راغلي:« مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې په دغه حساسه موده کې،  په ګډه د یووالي له روحیې سره افغانستان حکومت او خلکو سره مرستې ډیرې کړي.»

 

نورې ليکنې