د ايتاليې پر ساحل يوه ګزمه کوونکې کښتۍ/Photo: Reuters/M.Buccarello
د ايتاليې پر ساحل يوه ګزمه کوونکې کښتۍ/Photo: Reuters/M.Buccarello

د اروپايي اتحاديي د بهرنیو سرحدونو ساتنې آژانس ( فرانټکس)، اروپا ته په ناقانونه ډول د کډوالۍ د شمیرو د ډیروالي خبر ورکوي او وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اروپا په بهرنیو پولو کې د ناقانونه اوښتو ۶۱ زره پیښې ثبتې شوې. دغه شمیرې د تیرکال پوره کال په پرتله ۵۹ سلنه ډیروالی ښيي.

فرانټکس د سه شنبې په ورځ د جولای په ۱۳ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو شمیرو د ډیروالي لامل د کرونا ویروس له کبله په لګول شویو بندیزونو کې نرمښت په ګوته کړی.

ياد آژانس زياته کړېده چي په ناقانونه ډول پولو ته د ننوتلو تر ټولو زياتوالی د لوېديځ بالقان پر مسير کې رامنځته شوی دی. د دغه آژانس په وينا د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۱۸۶۰۰ انسانان د دغه مسير له لاري اروپايي اتحاديې ته داخل شوي دي. زياته شوې چې دغه شمېر د تېر کال د همدغې مودې په پرتله ۹۲ سلنه ډیروالی ښيي.

فرانټکس ويلي چي د جون په مياشت تر ټولو ډیر د ناقانونه اوښتو پیښې د مرکزي مديترانې له لاري مالټا او ايټاليې ته ثبتې شوې دي. ويل شوي چي د جون په مياشت کې په ياده لاره کې ۴۷۰۰ ناقانونه پولې ته د ننه کیدو پیښې ثبتې شوې دي چي په وينا يې دا د تېر کال په پرتله دوه چنده ډیروالی ښيي. فرونتکس د دغې زياتېدني لامل دا بلل دی چي ګواکي په ليبيا او تونس کي د انساني قاچاق وړونکو شبکو بېرته خپل کارونه پېل کړي دي.

د فرانټکس په وينا د لويديځي مديترانې له لاري هسپانيې ته د مهاجرت شمېرې د تېر کال په پرتله نه دي تغير شوي. په دغه لاره کې د جون په مياشت کي ۸۷۰ موارد ثبت شوي دي. دا هغه شمېر دی چي د تېر کال په جون مياشت کي ثبت شوي شمېر ته تقريبا ډېر نژدې دی. 

یاد آژانس د مديترانې په ختيځ کي د ترکيې او يونان تر منځ د ناقانونه اوښتو د شميرو د کمېدو خبر ورکړی دی. د دغه آژانس په وينا په جون مياشت د ختيځې مديترانې له لاري ۱۱۱۰ کسان بېله اجازې د اروپايي اتحاديې ساحې ته داخل شوي دي چي دا د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه کمي شميرې دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App