د مهاجرو له ډوبي سوي کښتۍ څخه پاته د ژغورنۍ جانکټونه| Photo: Reuters
د مهاجرو له ډوبي سوي کښتۍ څخه پاته د ژغورنۍ جانکټونه| Photo: Reuters

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) وايي چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۱۱۴۶ کډوال اروپا ته پر لار د مهاجرت په هڅه کي مړه شوي. یاد سازمان وايي چې د تیر کال د همدغې مودې په پرتله په سمندر کې د مړو په شمیر کې دوه برابره ډیروالی راغلی.

د فرانس پريس خبري آژانس وايي چې دا معلومات د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۴مه وړاندي کړي دي. 

د مهاجرت نړیوال سازمان په وينا د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نيمايي کي ۵۱۳ او د ۲۰۱۹ کال په لومړي نيمايي کي ۶۷۴ انسانان اروپا ته د اوبو له لاري د رسېدو په هڅه کي مړه شوي ول.

د (IOM) سازمان د شميرو په حواله تر ټولو زيات انسانان د مديترانې له لاري د مهاجرت په هڅه کي مړه شوي دي. دغه سازمان ويلي دي چي د کال له پيل راهيسي پر دغه لاره د مړه شوو مهاجرو ۸۹۶ قضيې ثبت شوي دي. ويل شوي چي له دغو څخه اکثريت يې د مرکزي مديترانې پر لاره مړه شوي دي. 

ياد سازمان ويلي دي چي ۲۵۰ انسانان قناري ټاپوګانو ته پر لار د کښتيو په حادثو کي ډوب شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان شکايت کړی چې د ژغورنې سازمانونه مخ په وړاندي هم د «لويو خنډونو» سره مخامخ دي ځکه چي د ژغورنۍ زياتې کښتۍ يې په اروپايي بندرونو کي درل شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان رئيس انتونيو پر حکومتونو ږغ وکړ چي داسي اقدامات وکړي چي په ترڅ کي يې اروپا ته د مهاجرت کوونکو د مړيني شميرې کمي شي. نوموړي پر دغو دولتونو د نړيوالو قوانينو په رڼا کي د خپلو مسؤليتونو د پوره کولو ږغ هم کړی دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې