له ایران څخه راستانه شوي افغان کډوال. اسلام قلعه بندر. انځور:آرشیف. اسلام قلعه بندر. کریدت: ای او ام.
له ایران څخه راستانه شوي افغان کډوال. اسلام قلعه بندر. انځور:آرشیف. اسلام قلعه بندر. کریدت: ای او ام.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ناقانونه کډوالۍ په اړه د اندیښنې په څرګندولوسره نن پنجشنبه وویل، چې د روان لمریز کال د سرطان په میاشت کې لس تنه افغانان د ایران د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. یاد وزارت د ناقانونه کډوالۍ د ستونزو په اړه خبردارۍ ورکړی.بل پلو د کډوالۍ نړیوال سازمان له ایران او پاکستان سره پر یو شمیر پولو د بشري مرستو فعالیتونه ځنډولي.

 د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې دغه ۱۰ تنه افغانان په جلا جلا پیښو کې ایران ته د لارې په اوږدو کې د ټرافیکي پیښې، ګرمې هوا، د وسله وال غلو په برید او په کوهې د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسره ورکړی.

یاد وزارت دغه معلومات په ایران کې له خپلو استازو څخه راټول کړي او وايي:« د راپورونو پر بنسټ ۶ کډوال په سیستان بلوچستان ایالت کې د موټر د ټکر، یو تن د سوله وال غلو په نښته، یو تن د هوا د ګرمۍ او دوه تنه نور په کوهې کې د غورځیدو له امله د ایران پر لاره خپل ژوند بایللی.» زیاته شوې چې په یادو پیښو کې ۷ تنه نور ټپیان شوې دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د دغو پیښو دقیق وخت نه دی څرګند کړی.

ایران د افغان کډوالو لپاره یو له هغو ټرانزیټي لارو بلل کیږي چې یو شمیر افغان ځوانان هڅه کوې چې پر دغه لار په قاچاقي ډول ځانونه ترکیې او بیا اروپايي هیوادونو ته ورسوي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناامنیو له ډیریدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره له افغانستان څخه د کډوالۍ د نویو څپو په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي.

نور ولولئ: د ایران او ترکیې پر پوله د سړې هوا له امله څلور افغانان مړه شوي

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله ښايي یو شمیر خلک کډوالۍ ته اړ شي او د داخلي بې ځایه شویو شمیر ډیر شي.

یاد وزارت وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۰۰ تنه افغانان ایران ته په قاچاقي ډول د تګ پر مهال وژل شوي او ټپیان شوي دي. وزارت د ناقانونه کډوالۍ د پایلو او خطرونو په اړه خبردارۍ ورکړی.

 له ایران سره پر پوله د بشري خدماتو ځنډیدل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) ویلي چې روانه جګړه د افغانستان پر پولو کې د بشري مرستو چارې هم اغیزمنې کړي. یاده اداره نن پنجشنبه راپور ورکړ چې د ناامنیو د ډیریدو له امله د کډوالۍ نړیوال سازمان، د اسلام قلعه او سپین بولدک پر پولو خپل فعالیتونه د لنډ مهال لپاره ځنډولي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هیله څرګنده کې چې ژر تر ژره پر پوله، بیرته راستنیدونکو کډوالو ته دبشري خدمتونو د وړاندې عملیات له سره پیل کړي.

 

نورې ليکنې