آرشيف انځور  Source: German Federal Police (Bundespolizei)
آرشيف انځور Source: German Federal Police (Bundespolizei)

د فرانسې خبري آژانس د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د آلمان فدرالي پوليسو ويلي چې د دغه هیواد په دوو ايالتونو کې يې د انساني قاچاق وړونکو پر مشکوکو ځايونو چاپې وهلي دي. چارواکو ویلي چې یو سوریايي کس يي د انساني قاچاق په تور نیولی.

د آلمان په نيدرزاکسن يا کوز زاکسن ايالت او راين لاند فالڅ ايالتونو کي د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې له پلټنې وروسته یو تن سوریايي کډوال نیول شوی دی.

فدرالي پوليسو په باد بېنت هايم سيمه کي د يادو چاپو په تړاو معلومات وړاندي کړل. یادو پوليسو وويل چي په ټوليزه توګه د آلمان د کوز زاکسن ايالت په لېر سيمه کي په ۹ اپارتمانونو او د راين لاند فالڅ ايالت په يو اپارتمان کي د پلټنې عملیات ترسره شوې.

د فدرالي پوليسو په وینا په يادو چاپو کي ۲۶۰ چارواکو برخه اخیستې وه چې په کې ځانګړي پولیس هم شامل و.

د چارواکو د معلوماتو پر اساس د مارچ مياشتي راهيسي د ۱۱ کسيزې يوې ډلې پر ضد تحقيقات روان ول. پر دغې ډلې تور دی چي د آلمان د کار او تجارت د اصولو ضد جرايم يې تر سره کړي دي او په ډليزه او غير قانوني توګه يې بهرنيان آلمان ته را قاچاق کړي دي. د تور له مخي دغې ډلې د آلمان د اقامې، تذکرې او د سفر قوانين نقض کړي او د تورو پيسو په مينځلو کې لاس لري.

چارواکو ويلي چي د پلټنو په پایله کې يو ۳۴ کلن سوريايي تابعيت لرونکی شخص نیول شوی دی.

پر نيول شوي سوريايي کس تور دی چي د انساني قاچاق وړونکو يوې داسي ډلې مشري يې کوله چي په ناقانونه توګه يې د سوريې ګڼ شمېر تابعيت لرونکي خلک اروپايي اتحاديې او آلمان ته راقاچاق کول.

پر تورنو کسانو تور دی چي د انساني قاچاق په مرسته يې په لوړه اندازه پيسې هم ټولي کړي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App