یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.انځور: UNHCR
یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.انځور: UNHCR

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزرات له پاکستان څخه په خپله خوښه د ستنیدونکو کډوالو سره د مرستو د ډیریدو خبر ورکړی خو په دغه هیواد کې میشت کډوال بیا دغه مرستې بې اغیزه بولي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه بیانیه کې وویل،هغه راجستر افغان کډوال چې له پاکستان څخه په خپله خوښه هیواد ته ستنیږي د کورنۍ له هر غړي سره به يي د ۲۵۰ امریکايي ډالرو مرسته وشي. له دې وړاندې د دغو مرستو اندازه ۲۰۰ ډالره و.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبرې بیانه کې لیکلي:« دغه امتیاز چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا د مهاجرت کارت لرونکي هر کس ته ویشل کیږي، له ۲۰۰ څخه ۲۵۰ امریکايي ډالرو ته ډیر شوی.» زیاته شوې چې دغه مرستې له تیرې یوې اونۍ راهیسې ډیرې شوې دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو وتل او د ناامنیو ډیریدل له پاکستان څخه د کډوالو د راستنیدو پر پروسې هم اغیز کړی. له دغه هیواد څخه د کډوالو د راستنیدو کچه راټیټه شوې.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د روان کال له پیل څخه یوازې ۲۶۵ تنه افغانان له پاکستان څخه په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي دي.

 کډوال څه وايي ؟

که څه هم افغان حکومت وايي چې په داوطلبانه، تدریجي او په عزت سره د افغان کډوالو راستنول د دوې له لومړیتوبونو څخه دي خو یو شمیر کډوال بیا وايي چې حکومت له دوې سره په ژمنو کې پاتی راغلی.

په پاکستان کې میشت یو شمیر افغانان د نغدي مرستو ډیریدل بې ګټې بولي او وايي چې د ناامنیو او سرپناه د نه شتون له کبله نه شي کولای بیرته افغانستان ته ولاړ شي.

۳۸ کلن افغان کډوال الله میرمیاخیل چې په پاکستان کې زیږیدلی وايي، خپل هیواد سره مینه لرم، غواړم بیرته افغانستان ته لاړ شم خو په افغانستان کې د سرپناه نشتوالي، او امنیتي ستونزو اړ کړی یم چې د لته پاتې شم.

الله میر له کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل:« زه د کابل د تورغر یم، زما په سیمه کې امنیت نشته، حکومت او طالب مې نه پریږدي او د سرپناه لپاره ځای نه لرم.»

دغه افغان کډوال وايي چې حکومت له مونږ سره د سرپناه ژمنه وکړه خو دغه ژمنې نه دي عملي شوي.

سر بیره پردې له افغانستان څخه د کډوالۍ د نویو څپو په اړه اندیښنې ډیرې شوي دي. باورونه دادي چې افغانان به یو ځل بیا کډوالۍ ته اړشي. دا په داسې حال ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د نویو افغان کډوالو د منلو توان نه لري.

د یادولو ده چې دا مهال نږدې ۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې میشت دي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه يي د کډوالۍ اسناد لري. ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا ۵،۵ میلیونه افغانانو سره د راستنیدو پر مهال نغدي مرستې کړې دي.

 

 

نورې ليکنې

Webpack App