د یونان د مهاجرت وزارت ویلي چې د هغو مهاجرو شمیر مخ په کمیدو دی چې د یونان ټاپوګانو کې د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي. یاد وزارت ویلي چې د جون په میاشت کې ۷۷۰۰ مهاجر په دغو کمپونو کې ثبت شوي و خو روانه میاشت کې بیا دغه شمیر ۶۹۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی.
د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخې د مهاجرت له پاره د يونان دغه وزارت ويلي دي چي د آژې سمندر په ختيځ کي واقع د ليسبوس، ساموس، کيوس، لېروس او کوس په ټاپوګانو کې د مهاجرو دغه شمیر کم شوي دی. وزارت دا هم ویلي چې د ۲۰۲۰ کال د اپريل په مياشت کي د دغو مهاجرو شمير تر ۴۰ زرو زيات و.
ياد يوناني وزارت ويلي چي د کوس او لېروس په ټاپوګانو کي د مهاجرو شمېر تر بل هر ځای کم سوی او آن دغه کمپونه خالي سوي دي. د دغه وزارت په وينا دمګړی په دغو دوو ټاپوګانو کي صرف ۱۲۰ مهاجر موجود دي.
د يونان د مهاجرت وزارت په داسي حال کي دا شمېرې وړاندي کوي چي اتن په دوامداره توګه له ټاپوګانو څخه مرکزي وچي ته د هغو مهاجرو انتقال ته ادامه ورکړې ده چي په هکله يې اټکل کوي چي د پناه غوښتنې به يې قبولي شي. د دې تر څنګ اطفال لرونکي کورنۍ، زاړه او ناروغ انسانان هم وچي ته انتقال کيږي.
يونان په ورته مهال، پر خپلو پولو ګزمه هم ټينګه کړې ده. يو شمير مرستندويه سازمانونو پر يونان تورونه پوري کړي دي چي ګواکي يونان د مهاجرو د مخنيوي له پاره د «pushbacks» يا له نيمي لاري څخه د مهاجرو د بېرته شړلو له ناقانونه اقداماتو څخه هم کار اخلي. خو يونان دا تورونه ردوي او وايي چي صرف يې د خپلو پولو امنيت ټينګ کړی دی.
په يوناني ټاپوګانو کي اوس هم تر ټولو زيات مهاجر د ليسبوس په ټاپو کي په کاراټېپه کمپ کي دي. دا مهال په ياد کمپ کي ۴۴۰۰ مهاجر ژوند کوي. په تېره يوه مياشت کي په دغه شمير کي تقريبا د ۳۰۰ کسانو کمښت راغلی دی. دغه کمب د ۸۰۰۰ مهاجرو د ځايولو امکانات لري. په ګاونډي ټاپو کيوس کي د ۱۰۰۰ مهاجرو د ځای پر ځای کولو امکانات شته خو دمګړی هلته ۳۴۰ مهاجر شته دي. په ساموس کي هم وضعه ښه شوې او پکښي دمګړی ۹۵۰ مهاجر میشت دي.
آ./ا.ا.