جي ار اس ټولنه مهاجرو ته سرپناه برابروي او ورسره په نورو برخو کې ټولنیزه مرسته کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
جي ار اس ټولنه مهاجرو ته سرپناه برابروي او ورسره په نورو برخو کې ټولنیزه مرسته کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

له تېرې څه مودې راهیسې رومانیا د مهاجرت پر نوې لارې د بدلېدو په حال کې ده.‌ د دغه هیواد پلازمېنه بوخارست کې د مهاجرو مدافع بنسټونه وایي چې سږ کال ډېری هغه کسان چې له صربیا څخه رومانیا ته رسېدلي افغانان دي.‌ ځینې سازمانونه په دې اند دي چې د رومانیا حکومت نه غواړي د افغان مهاجرو د نویو څپو هرکلی وکړي،‌ خو ځینې نور بیا له دغې خبرې سره موافق نه دي.‌ له بوخارست څخه ځانګړی راپور.

۳۳ کلنه افغانه کډواله مریم له جون میاشتې راهیسې د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې اوسېږي.‌ نوموړې چې په ۲۰۱۹ کې له خپلو دوو لوڼو سره یوځای د افغانستان پریښودو ته اړه شوه وایي، یوه میاشت مخکې یې رومانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده او نن سبا به د خپلې غوښتنې ځواب ترلاسه کړي.‌

دغې ځوانې ښځې اروپا ته د راتلو په موخه لومړی ایران او ورپسې ترکیې او یونان ته ځان رسولی و. خو په وینا یې په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د شپې «ارام خوب» کوي.‌ مریم چې په جعلي اسناد د هوا له لارې رومانیا ته د ننه شوې، پنځه ورځې د بوخارست په هوایي‌ ډګر کې بنده وه.‌ وروسته بیا نوموړې د دغه ښار د مهاجرو مرکز او له هغه ځای نه د رومانیا د کلیسګانو ټولنې یا اېدروم ته واستول شوه.‍

بوخارست ښار کې د رومانیا د کلیساګانو ټولنه مهاجرو ته سرپناه او اسانتیاوې برابروي. انځور: کډوال نیوز
بوخارست ښار کې د رومانیا د کلیساګانو ټولنه مهاجرو ته سرپناه او اسانتیاوې برابروي. انځور: کډوال نیوز

د اغېزمنو پناه غوښتونکو ملاتړ

د مریم سربېره دا مهال د رومانیا د کلیساګانو ټولنې په ودانۍ کې یوه افغانه او یوه فلسطینۍ کورنۍ هم اوسېږي. د بوخارست په ښار کې دغه ودانۍ په یو وخت د نږدې ۲۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.‌

د اېدروم د ادغام مسوله سلویا دیاکونو وایي، دوی د بېلابېلو پروژو په چوکاټ کې له مهاجرو،‌ پناه غوښتونکو او د درېمو هیوادونو اتباعو سره مرسته کوي.‌ هغه زیاتوي:‌ «مسولیت مو دا دی چې د اغېزمنو کسانو ملاتړ وکړو، لکه ماشوم لرونکې کورنۍ، یوازې ښځې او… موږ دغو کسانو ته نه یوازې د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې د اوسېدو ځای برابروو، بلکې ورته کالي او خواړه هم ورکوو.»

یاده ټولنه دغه راز پناه غوښتونکو ته بېلابېل کلتوري پروګرامونه لکه د ژبې او د رومانیا د فرهنګ او قانون کورسونه هم جوړوي.‌ د سلویا په خبره اېدروم د یوې بلې پروژې په چوکاټ کې د پناه غوښتونکو روغتیایي‌ چارو ته هم رسیدګي کوي.‌ پناه غوښتونکي په متوسطه توګه ۶ میاشتې د رومانیا د کلیساګانو ټولنې ودانۍ کې اوسېږي، خو که غوښتنه یې ومنل شوه،‌ نو بیا له مرکزه وځي او د کور د موندلو لپاره هڅه کوي.

د رومانیا د کلیساګانو ټولنه کې مهاجر د ژبې، فرهنګ او قانون کورسونو ته تللی شي. انځور: کډوال نیوز
د رومانیا د کلیساګانو ټولنه کې مهاجر د ژبې، فرهنګ او قانون کورسونو ته تللی شي. انځور: کډوال نیوز

«زغم سند»:‌ لږو افغانانو ته ورکول کېږي

«جي ار اس» په بوخارست کې د مهاجرو د ملاتړ یو بل سازمان دی چې د کډوالۍ په برخه کې فعالیت کوي. د دغې ټولنې همغږی کوونکی ګابریل الیاش کډوال نیوز ته وایي: «ښار کې مو ځینې داسې مهاجر شته چې غوښتنه یې رد شوې خو حکومت دوی د مختلفو دلایلو له امله شړلی نه شي،‌ نو ځکه ورته د تولېرېشن یا زغم په نامه سندونه ورکوي.‌ د دې سند ترلاسه کول اسان کار نه دی ځکه چې پناه غوښتونکي اړ دي چارواکو ته د کور قرارداد وړاندې کړي.‌»

دغه راز یاد کسان باید په هماغو ښارونو کې ژوند وکړي‌ چې پکې د زغم سندونه ورته ورکړل شوي دي.‌ همداشان دوی اړ دي چې هره میاشت پر خپلو سندونو د ټاپو د لګولو لپاره چارواکو ته مراجعه وکړي.‌ د الیاش په خبره دا سند د شپږو میاشتو لپاره مهاجرو ته ورکول کېږي او د تمدید امکان یې شته، خو پناه غوښتونکي باید پولیسو ته ثابت کړي چې حالت کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.‌

د جي ار اس یوه بله همغږې کوونې ارېنا تیودور وایي چې دمګړۍ د یادې ټولنې په ودانۍ کې ۲۸ کسان اوسېږي چې ځینو یې د زغم سندونه ترلاسه کړي‌ دي.‌ نوموړې زیاتوي‌ که څه هم په ۲۰۲۱ کې افغانانو رومانیا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه برخه جوړوله،‌ خو نن سبا جي ار اس مرکز کې افغان مهاجر نشته. هغه په دې اند ده چې رومانیایي‌ چارواکي غواړي دغه هیواد ته د افغان مهاجرو د نویو څپو د راتلو مخنیوی وکړي، له همدې کبله یې افغانان د پناه غوښتنې چټکه پروسه کې شامل کړي.‌» 

بوخارست کې د جي ار اس سازمان ودانۍ. انځور: کډوال نیوز
بوخارست کې د جي ار اس سازمان ودانۍ. انځور: کډوال نیوز

چټکه پروسه او د رومانیا پر پوله نیول شوي مهاجر

خو د رومانیا د کډوالو ملي مشورتي ټولنې مشر نیکولای کرکوف د جي ار اس د کارکوونکو دغه خبرې ردوي.‌ نوموړی وایي:‌ «چټکه پروسه یوازې د رومانیا پر پوله ترسره کېږي.‌ مانا یې دا چې ټول هغه کسان چې پوله کې نیول کېږي تر دغې قاعدې لاندې راځي.‌»

یاد سازمان چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ سره یو ځای د پناه غوښتنې لړۍ په جریان کې له مهاجرو سره حقوقي مرسته کوي وایي، رومانیا کې د پناه غوښتنې دوه پروسې موجودې دي:‌ عادي او چټکه.‌ په وینا یې که چېرې د عادي پروسې په پای کې د چارواکو ځواب منفي وي،‌ مهاجر حق لري چې له دوو محکمو د بیا کتنې غوښتنه وکړي.‌ خو د چټکې پروسې په پای کې دوی یوازې له یوې محکمې څخه د بیاکتنې غوښتنه کولی شي.‌ دغه راز که چېرې د محکمې ځواب منفي وي،‌ مهاجر اړ دي چې د ۱۵ ورځو په موده کې (عادي پروسه) او یا سمدلاسه (چټکه پروسه) له رومانیا څخه ووځي.‌ 

بله خبره دا چې رد شوي مهاجر له رومانیا څخه د نه وتلو په صورت کې د دویم ځل لپاره خبرداری ترلاسه کوي‌.‌ دا په دې مانا چې دا ځل ‍پولیس دوی له رومانیا څخه شړي.‌ خو که دا هم عملي نه وي، نو دوی توقیف خونو ته استول کېږي.‌ 

د جي ار اس کارکوونکي بیا وایي چې د زغم سند د شتون دلیل دا دی چې چارواکي نه غواړي ټول هغه کسان چې رد شوي خو د شړلو امکان یې نشته توقیف خونو ته واستوي،‌ نو ځکه ورته د زغم سندونه ورکوي.‌

د رسمي شمېرو له مخې تېر کال رومانیا کې نږدې اووه زره کسانو د پناه غوښتنه کړې ده او د روان کال له جنورۍ تر می میاشتې پورې دغه هیواد کې د ثبت شویو پناه غوښتونلیکونو شمېر ۴۵۰۰ ته رسېږي. د دغو مهاجرو په ډله کې تر ۷۵۰ ډېر کم سنه کسان هم شامل دي.

 

نورې ليکنې