له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images
له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images

ملګري ملتونه وايي دا چې پاکستان او ایران د افغانانو پر مخ خپلې پولې تړلي نو خلک هڅه کوي چې په ناقانونه ډول له پولو واوړي. یاده اداره وايي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو په ډیریدو سره د پولو لوري ته د خلکو حرکتونه ډیر شوي دي.

په افغانستان د تاوتریخوالي له ډیریدو سره پاکستان او ایران ته د افغانانو د کډوالۍ ویره رامنځ ته شوې. له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و چې هیواد يي د نورو افغانانو د منلو توان نه لري.

نور ولولئ: پاکستان وايي چې نور افغان کډوال نه شي منلی

طالبانو په دې وروستو کې خپلو جګړو ته زور ورکړی او له ګاونډیو هیوادونو سره يي یو شمیر پولې هم نیولې وې چې له دې سره یو شمیر خلک اړ شول چې دغو ګاونډیو هیوادونه ته پناه یوسي.د تاجکستان چارواکو راپور ورکړی چې د طالبانو له ویرې سلګونه تنه ملکیان دغه هیواد ته پناه وړې.د دې ترڅنګ د کډوالۍ ادارې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ د ناامنیو له امله له ایران سره پر پوله خپل فعالیتونه د لنډ مهال لپاره ودرول.

اوس ملګري ملتونه، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو پولو ته د افغانانو د لویو حرکتونو په اړه خبر ورکړی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی رامز الاکبروف د پنجشنې په ورځ وویل:« مونږ د پاکستان او ایران پولو لوري ته د لویو حرکتونو شاهد یو. د پاکستان او ایران پولې تړلي او خلک هڅه کوي چې له ناقانونه پولو دغو هیوادونو ته د ننه شي.»

ملګري ملتونه وویل چې تاوتریخوالی، جګړه، وچکالي او د خلکو بې ځایه کیدل د دې لامل شوی چې ۱۸ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري. یاده اداره زیاته کړې چې ۱۰ میلیونه افغانان له لوږي سره مخامخ دي.

د چمن پر پوله د افغانانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی

ملګر ملتونه داسې مهال دغه اندیښنه څرګندوي چې تیره ورځ پنجشنبه، د پاکستان سرحدي پولیسو د سلګونه افغانانو د شړلو په مقصد چې غوښتل يي د چمن پولې له لارې دغه هیواد ته واوړي، اوښکې بهونکی ګاز کارولی. له دغې پیښې یوه ورځ وړاندې طالبانو د سپین بولدک-چمن دغه پوله تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.

د فرانسې خبري آژانس ته تیره ورځ پنجشنبه یو پاکستاني چارواکي چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي وویل، نن سهار شاوخوا ۴۰۰ کسیزه ډله هڅه کوله چې په زوره له پولې واوړي، هغوی د تیږو ګوزارونه کول او مونږ اړ شو چې له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخلو.

 نور ولولئ: روانه میاشت کې ایران ته پر قاچاقي لارو ۱۰ تنه افغانانو خپل ژوند بایللی

ملګري ملتونه ویلي چې جګړو او اناامنیو په روان میلادي کال کې ۲۷۰ زره افغانان خپلو کورنو پریښودو ته اړ کړي. د یادې ادارې په وینا د داخلي بې ځایه شویو شمیر ۳،۵ میلونو ته رسیږي.

 

نورې ليکنې