افغانه کډواله مریم چې بوخارست کې یې د پناه غوښتنه کړې وایي دغه ښار کې ځان راحت احساسوي. انځور: کډوال نیوز
افغانه کډواله مریم چې بوخارست کې یې د پناه غوښتنه کړې وایي دغه ښار کې ځان راحت احساسوي. انځور: کډوال نیوز

د رومانیا په بوخارست ښار کې یو شمېر پناه غوښتونکي د سازمانونو له خوا مهاجرو ته ځانګړې شویو ودانیو کې ژوند کوي. په ډله کې یې داسې ځوانې ښځې هم شته چې تر اوږدو سفرونو وروسته رومانیا ته رسېدلې دي.‌ افغانه کډواله مریم * د دغو مهاجرو یوه ده.‌ نوموړې د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

زه ۳۳ کلنه او د کابل ښار اصلي اوسېدونکې یم.‌ دوه کاله کېږي چې مهاجره شوې یم.‌ زما ماشومتوب په ایران کې تېر شوی.‌ ۱۵ کلنه وم چې له یوه افغان سړي سره مې واده وکړ او افغانستان ته ولاړمه. د واده ثمره مې یو زوی او دوه لوڼې دي.‌

مېړه مې ما سره ډېر تاوتریخجن چلند کاوه.‌ تل به یې وهلم.‌ تر اوسه مې پر بدن د تاوتریخوالي نښې پاتې دي.‌ اروپا ته تر راتلو مخکې مې طلاق واخیست.‌ زوی مې له هغه سره پاتې شو او ما له خپلو دوو لوڼو سره د مهاجرت سفر پیل کړ.‌ 

مېړه مې غوښتل ما ووژني

لومړی ایران ته ولاړمه او ورپسې ترکیې او یونان ته.‌ خو د سفر تر ټولو سختې شپې ورځې مې یونان کې تېرې کړې.‌ زه د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ‌ کې اوسېدم.‌ هلته د ژوند وضعیت خورا سخت و.‌ له سترګو مې خوب ورک شوی و.‌ وېره مې لرله چې کوم څوک به مې ماشومانو ته زیان ورسوي. 

موریا کمپ کې هره شپه تاوتریجنې پېښې رامنځ ته کېدلې. دې ته اړه شوې وم چې د شپې خپلې ماشومانې په یوې رسۍ له ځان سره وتړم.‌ کمپ ډېر چټل و او زه ډارېدم چې ماشومانې به مې ناروغې شي. 

بله ستونزه دا وه چې پخواني مېړه مې اطلاع ترلاسه کړې وه چې زه موریا کې یم.‌ خبر را ورسېد چې هغه چا ته ویلي چې ما ووژني. ما ډېر ژر یو کمېشن کار ته پیسې ورکړې او د کښتۍ تکتونه مې واخیستل.‌ بیا مې کښتۍ کې له لېسبوس نه اټن ته سفر وکړ.‌

الوتکه کې رومانیا ته راغلم

خو اټن کې مې هم سرپناه نه لرله.‌ هلته کله کلیساګانو او کله د خپلو اشنایانو په کورونو کې اوسېدم.‌ په وار وار مې له یوناني چارواکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه،‌ ورته مې لسګونه ایمیلونه واستول،‌ خو چا ځواب را نه کړ.‌

ورځ تر بلې پر ما ژوند سختېده.‌ له یو بل قاچاقبر سره مې تماس ونیوه او په جعلي سند مې رومانیا ته هوایي سفر وکړ.‌

د رومانیا هوايي ډګر کې امنیتي ځواکونه وپوهېدل چې زه په ناقانونه توګه دې هیواد ته راغلې یم.‌ و یې نیولم.‌ پنځه ورځې مې بند کې تېرې کړې.‌ غوښتل یې چې اخراج مې کړي.‌ خو بیا یې تصمیم بدل کړ او د بوخارست مهاجر کمپ ته یې واستولم. لور مې ناروغه او زیان منونکې ده، نو ځکه دوی لږ وروسته د رومانیا د کلیساګانو ټولنې یا اېدروم ودانۍ ته انتقاله کړم.‌ تر دې دمه همدغه ودانۍ کې اوسېږم.

بیا ولولئ:‌ رومانیا:‌ بوخارست یا هغه ښار چې ستومانه مهاجر پکې پناه اخلي

غواړم چې همدلته پاتې شم

یوه میاشت مخکې مې بوخارست کې د پناه غوښتنه وکړه.‌ ټاکل شوې چې نن سبا به مې ځواب راشي.‌ هیله لرم چې ځواب مثبت وي‌.

که څه هم زما د کورنۍ غړي د اروپا په یو بل هیواد کې ژوند کوي،‌ خو زه غواړم چې همدلته پاته شم.‌ دلته ځان راحت احساسوم.‌ په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د شپې ارام خوب کوم.‌


*مستعار نوم

 

نورې ليکنې