افغان کډوال عصمت الله د مهاجرت پر لاره سخت ټپی شوی دی.‌ هغه اوس د رومانیا تمېشوارا ښار کې اوسېږي. انځور:‌ کډوال نیوز
افغان کډوال عصمت الله د مهاجرت پر لاره سخت ټپی شوی دی.‌ هغه اوس د رومانیا تمېشوارا ښار کې اوسېږي. انځور:‌ کډوال نیوز

نن سبا ډېری افغان مهاجر هڅه کوي چې د صربیا له لارې لومړی د رومانیا تمېشوارا ښار او وروسته بیا هنګري ته واوړي.‌ خو د مهاجرت لار له ګواښونو ډکه ده.‌ عصمت الله یو له هغو کسانو دی چې د مهاجرت پر لاره سخت ټپی شوی دی. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زما نوم عصمت الله دی. زه ۱۷ کلن او د افغانستان د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکی یم.‌ پنځه میاشتې کېږي چې رومانیا کې اوسېږم.

نږدې څلور کاله مخکې د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوم.‌ هلته مې ستونزې درلودې. له افغانستانه ایران ته ولاړم او بیا مې ترکیې ته ځان ورساوه.‌ خو د خپل سفر د ادامې لپاره مې پیسو ته اړتیا لرله.‌ له همدې امله مې استانبول کې کار پیدا کړ.‌ 

درې کاله وروسته له استانبوله بلغاریا او وروسته بیا صربیا ته ورغلم.‌ خو دغو دوو هیوادونو کې مې لږ وخت تېر کړ.‌ بیا مې ګېم [په ناقانونه توګه له سرحده تېرېدل] باندې رومانیا ته ځان ورساوه. هوا ډېره یخه وه او واوره ورېده. 

بیا ولولئ: رومانیا: بوخارست یا هغه ښار چې ستومانه مهاجر پکې پناه اخلي

د رېل پر پټلۍ پیاده مزل

رومانیا کې پولیسو ونیولم او د تمېشوارا مهاجر کمپ ته یې انتقال کړم.‌ نږدې یوه میاشت په کمپ کې وم. یوه میاشت وروسته له شاوخوا شلو مهاجرو سره یو ځای ګېم ته لاړم.‌ هنګري ته مو تلل غوښتل.

د شپې شاوخوا ۸ بجې وې او هوا تیاره وه.‌ موږ د پولې خوا ته پیاده مزل کاوه.‌ زه د رېل پر پټلۍ روان وم چې ناڅاپه له مخالف سمت نه یو رېل راغی.‌ ما ترې ځان بچ کړ، خو پام مې نه و چې په همدغه وخت یو بل رېل له شا نه راځي. بیا مې سترګې پټې شوې.

عصمت الله وایي خپله کېڼه پښه نه شی خوځولی.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
عصمت الله وایي خپله کېڼه پښه نه شی خوځولی.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

کله مې چې خپلې سترګې وازې کړې، روغتون کې بستري‌ وم.‌ دواړو پښو مې شدیده ضربه لیدلې وه.‌ ښۍ پښه مې خو اصلا له کاره لوېدلې وه.‌ اوس یې هم خوځولی نه شم. ډاکټرانو ما ته یو وېلچر راکړ.‌ 

د خپلې پښې ښه کېدو ته انتظار کوم

دوه میاشتې وروسته له روغتونه رخصت شوم. چارواکو د رومانیا د کلیساګانو ټولنې یا اېدروم دغې وډانۍ ته انتقال کړم.‌ یوه نیمه میاشته کېږي چې همدلته اوسېږم. دلته د ما په شان نور زیان منونکي کسان هم دي:‌ ښځې، کورنۍ او ماشومان.‌ دوی ټول را سره زیاته مرسته کوي.

بیا ولولئ: افغانه کډواله د رومانیا بوخارست ښار کې:‌ «تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ارام خوب کوم»

لږ مخکې مې خپلې کورنۍ ته د پېښې په اړه اطلاع ورکړه.‌ بله چاره مې نه لرله.‌ اوس دوی ډېر اندېښمن دي.‌ زه د خپل پلار تر ټولو لوی زوی یم.

بوخارست کې مې د پناه غوښتنه کړې، خو تر اوسه مې رسمي مرکه نه ده کړې. نه پوهېږم چې ولې چارواکي را سره تماس نه نیسي. 

اوس د خپلې پښې ښه کېدو ته انتظار کوم.‌ بیا به وګورم چې څه باید وکړم او چېرته باید ولاړ شم.‌ د مهاجرت لاره له سختیو او ګواښونو ډکه ده، خو کومه بله چاره نه ده را پاتې.

 

نورې ليکنې