د رومانیا په تمېشوارا ښار کې ځینې افغان مهاجر ویجارو ودانیو کې شپه سبا کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
د رومانیا په تمېشوارا ښار کې ځینې افغان مهاجر ویجارو ودانیو کې شپه سبا کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې زیات شمېر افغان کډوال هڅه کوي‌ چې د صربیا له لارې رومانیا ته واوړي.‌ یاد مهاجر هنګري ته د ننوتلو په موخه تر ډېره د رومانیا تمېشوارا ښار ته ځان رسوي.‌ که څه هم تمېشوارا کې یو دولتي مهاجر کمپ پناه غوښتونکو ته ځانګړی شوی، خو ډېری مهاجر د بېلابېلو دلایلو له کبله په تشو ودانیو کې ژوند کوي.‌

د پنجشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۵مه) د تمېشوارا مهاجر کمپ‌ ته څېرمه د اوشان سوپرمارکېټ ته نږدې پر پروت چمن څو تنه مهاجر او دوه سرتېري لیدل کېږي. دوی له مهاجرو څخه غواړي چې د کمپ کارتونه ور وښيي.‌

څوارلس کلن ساحل یو له دغو کډوالو دی. هغه چې په ۱۲ نیم کلنۍ کې د مهاجرو له یوې ډلې سره یو ځای له افغانستانه د اروپا پر لور خپل سفر پیل کړی وایي: «دوه نیمې میاشتې کېږي چې رومانیا کې یم،‌ خو تر اوسه مې برخلیک نه دی معلوم.»

د ساحل ترڅنګ ۱۶ کلن مصطفی ولاړ دی.‌ نوموړی د ساحل په شان له صربیا څخه رومانیا ته راغلی، خو ‍د سفر پر مهال په پښو ټپی شوی دی.‌ مصطفی اووه ځله له صربیا نه رومانیا ته د اوښتو لپاره هڅې کړې دي، خو په وینا یې هر ځل د رومانیا سرحدي پولیسو نیولی او بېرته یې صربیا ته شړلی دی.‌ هغه چې د مهاجرو سره د پوله ساتونکو له تاوتریخجن چلند څخه شکایت لري وایي پولیسو یې اووه موبایلونه نیولي دي.‌

مصطفی وایي‌ له صربیا نه رومانیا ته د راتګ پر مهال ټپی شوی دی.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
مصطفی وایي‌ له صربیا نه رومانیا ته د راتګ پر مهال ټپی شوی دی.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

که څه هم ساحل او مصطفی د تمېشوارا مهاجر کمپ ته د داخلېدو اجازه لري،‌ خو دوی وایي‌ چې د تمېشوارا کمپ‌ د کارت د نه لرلو له امله هلته پاتېدلی نه شي.‌ 

دغه دوه کډوال د رومانیا د دوو نورو مهاجر کمپونو کارتونه لري او اړ دي چې هغو ښارونو ته بېرته ولاړ شي چې یاد کمپونه پکې پراته دي. خو دوی غواړي چې له رومانیا څخه فرانسې او یا جرمني ته ولاړ شي،‌ نو ځکه په تمېشوارا کې اوسېږي او رسمي مهاجر کمپ ته څېرمه یوه ورانه ودانۍ کې شپه سبا کوي. یاده ودانۍ له چټلۍ نه ډکه ده او هېڅ ډول امکانات پکې نشته.

بیا ولولئ: رومانیا:‌ بوخارست یا هغه ښار چې ستومانه مهاجر پکې پناه اخلي

پناه غوښتونکي باید ورته ځانګړي شويو ښارونو کې پاتې شي

په ورته مهال رومانیا کې د پناه غوښتنې او ادغام اداره چې د مهاجرت لویې ادارې په چوکاټ کې کار کوي وایي، رومانیا کې ټولټال ۶ مهاجر کمپونه شته چې په ټولیزه توګه د ۱۱۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.‌

د دغې ادارې مشر تیودور پیروو زیاتوي دغه کمپونه بوخارست،‌ ګالاتسي، رودتسي،‌ مارامورېش،‌ تمېشوارا او جورجو ښارونو کې موقعیت لري.‌ په وینا یې تمېشوارا کمپ کې په یو وخت د ۲۵۰ کسانو لپاره ځای شته.‌ 

د پناه غوښتنې او ادغام اداره چې د پناه غوښتنې پروسې او د مثبت ځواب په صورت کې د ادغام لړۍ پر مهال د پناه غوښتونکو د چارو مسول ارګان دی په پام کې لري چې د تمېشوارا مهاجر کمپ کې د پناه غوښتونکو لپاره ۱۰۰ نوي ځایونه جوړ کړي.‌ 

د تمېشوارا رسمي‌ مهاجر کمپ. انځور:‌ کډوال نیوز
د تمېشوارا رسمي‌ مهاجر کمپ. انځور:‌ کډوال نیوز

د یادې ادارې مشر کډوال نیوز ته وایي: «سږ کال له جنورۍ تر دې دمه ۵۳۷۸ پناه غوښتونلیکونه رومانیا کې ثبت شوي دي چې له ډلې یې ۴۶۹۶ یې په تمېشوارا کې دي.‌» 

خو نوموړی زیاتوي چې تمېشوارا ته د رسېدلو پناه غوښتونکو یوه برخه یې د رومانیا نورو سیمو ته استول کېږي.‌ 

د رومانیا د پناه غوښتنې قانون له مخې پناه غوښتونکي‌ اړ دي چې هماغه ښار کې پاتې شي چې مهاجر کمپ پکې پروت دی.‌ د ښاغلی پیروو په خبره که چېرې مهاجر له ښاره ووځي او پولیس یې ونیسي لومړی ځل ورته خبرداری ورکول کېږي.‌ خو د دویم ځل لپاره له ښاره د وتلو په صورت کې هغه د پناه غوښتنې له سیستم څخه شړل کېږي او نور ور سره مالي مرسته (د ډوډۍ پرته) نه کېږي.‌ رومانیا کې د ورځې هر یو پناه غوښتونکي ته ۱۶ لي ورکول کېږي.

بیا ولولئ:‌ افغان کډوال د رومانیا تمېشوارا ښار کې:‌ «لاره له ګواښونو ډکه ده،‌ خو بله چاره نه ده را پاتې»

هنګري ته د ننوتلو لپاره پیسو او امکاناتو ته اړتیا شته

تمېشوارا چې د هنګري سرحد ته نږدې موقعیت لري اروپا ته د مهاجرو د ورتګ لپاره پر نوې ترانزیتي لاره بدله شوې ده .‌ خو د شنبې په ورځ‌ (د جولای ۱۷مه) پر دغه لاره هېڅ مهاجر نه لیدل کېږي.‌ د سرحدي سیمو ځینې اوسېدونکي او دوکانداران وایي چې تر دې دمه یې مهاجر نه دي لیدلي، خو اورېدلي یې دي چې پولیسو سرحدو سیمو کې کډوال نیولي دي.‌ ځینې بیا وایي چې څه موده مخکې یې د مهاجرو یوه ډله لیدلې چې د سرحد په لور روانه وه.‌

ډېری هغه افغانان چې تر اوږدو سفرونو وروسته رومانیا ته رسېږي نه غواړي چې دغه هیواد کې پاتې شي.‌ خو دوی هنګري ته د اوښتو لپاره پیسو او امکاناتو ته اړتیا لري.‌ 

کډوال د تمېشوارا کمپ ته نږدې. انځور:‌ کډوال نیوز
کډوال د تمېشوارا کمپ ته نږدې. انځور:‌ کډوال نیوز

بله ستونزه:‌ ساحل او مصطفی وایي چې له سرحده تېرېدل سخت کار دی ځکه چې د هنګري پولیس له مهاجرو سره تاوتریخجن چلند کوي او ټول وسایل یې نیسي.‌ د دغو ځوانو کډوالو په خبره که څه هم نن سبا زیات شمېر کډوال له سرحده د تېرېدو لپاره په پارکېنګونو کې ولاړو لاریو کې ځان پټوي،‌ خو ډېری وختونه پوله کې د سرحدي پولیسو له خوا نیول کېږي.‌

رومانیا کې د ماشومانو د ساتنې چارې ادارې د کم سنه مهاجرو مسولیت په غاړه لري،‌ خو مصطفی او ساحل له دې نه شکایت کوي چې تر دې دمه پورې چا ورته پام نه دی کړی.‌ 

په ورته مهال د بشري حقونو مدافع بنسټونه وایي‌ چې د پناه غوښتنې قانون له مخې کم سنه مهاجر داسې قانوني استازو ته اړتیا لري‌ چې چارې ته یې رسیدګي‌ وکړي، خو په عمل کې ستونزې ډېرې دي او یاد قانون نه عملي کېږي.

 

نورې ليکنې