د ایران او ترکیې پر پوله یوه ډله افغان کډوال.
انځور: آرشیف، Reuters/U. Bektas
د ایران او ترکیې پر پوله یوه ډله افغان کډوال. انځور: آرشیف، Reuters/U. Bektas

ترکي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په تیرو دوو ورځو کې يي له ایران سره پر پوله ۱۳۳ بې اسناده کډوال نیولي چې ډیرئ يي افغانان دي. چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ناامنیو له ډیریدو سره ترکیې ته ایران له لارې د افغان کډوالو د اوښتو هڅې ډیرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او ترکیه غواړي چې د ناقانونه کډوالۍ د مدیریت په اړه یو ګډ سند لاسلیک کړي.

رویټرز خبري آژانس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خولي لیکلي چې ۷۳ تنه افغانان د دوشنبې په ورځ د وان په ختیځ ولایت کې و نیول شول. همدارنګه د یکشنبې په ورځ هم په دغه ولایت کې ۶۰ کډوال و نیول شول چې ۵۹ ته يي افغانان ول.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالو له ډیریدو سره د افغانانو د کډوالۍ د نویو څپو د رامنځ ته کیدو ویره رامنځ ته شوې ده. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د روانې میاشتې په پیل کې د کډوالۍ د نویو څپو او په کور دننه د خلکو د بې ځایه کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او له اروپايي هیوادونو څخه يي و غوښتل ترڅو د افغانانو اخراج دې د دریو میاشتو لپاره و دروي.

نور ولولئ: افغانستان له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د کډوالو ایستل دې د دریو میاشتو لپاره و دروي

ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان د جنورۍ په میاشت کې د جګړو له امله، خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. یاده اداره وايي چې دامهال ۳،۵ میلیونه انسانان په افغانستان کې بې ځایه شوې دي.

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کډوالۍ په اړه کومه هوکړه شتون نه لري. دواړه لوري له یوې مودې راهیسې هڅه کوي چې د کډوالۍ د ګډ مدیریت په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په یوه ناسته کې په دې اړه خبرې وکړې.

په دې اړه د کډوالو او راستنیدوکو چارو وزارت په یوه بیانه کې راغلي:« وزارت هڅه کوي چې په ترکیه کې له افغانانو څخه لازم ملاتړ وکړي. د غیر قانوني کډوالۍ په اړه د افغانستان او ترکیې ترمنځ تفاهمنامه او د کارګرو د اعزام تفاهمنامې نهايي کول یو اغیزمن ګام دی.»

له ترکیې څخه چارواکي وايي چې دامهال هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانان په ناقانونه ډول له ایران څخه ترکیې ته اوړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رسمي شمیرو له مخې ترکیه کې په ۲۰۲۰ کال کې د افغان کډوالو شمیر ۱۱۶۰۰۰ تنو ته رسیده خو دا یوازې هغه افغانان دي چې په قانوني ډول ترکیه کې میشت دي. باور دادی چې دامهال ټولټال شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ افغانان په ترکیه کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

 

نورې ليکنې