پاریس کې یو تن افغان کډوال چې د سړک پر غاړه شپه سبا کوي. انځور: مهدي. ۲۰۱۸ کال
پاریس کې یو تن افغان کډوال چې د سړک پر غاړه شپه سبا کوي. انځور: مهدي. ۲۰۱۸ کال

د فرانسې د دولت شوار په یوه تازه حکم کې په کابل او هرات ولایتونو کې د افغانستان امنیتي حالات تایید کړی. په دغه حکم کې هغه پریکړه هم تایید شوې چې د پناه غوښتنې ملي محکمې ( سی ان دی آ) لخوا د هرات ولایت یو تن افغان پناه غوښتونکي ته د رد ځواب ورکړل شوی و.

د پناه غوښتنې ملي محکمې د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د فرانسې د دولت شورا څخه د یادو موضوعاتو د تایید غوښته کړې وه. اوس دغه غوښتنه په یوه حکم کې چې د روان کال د جولای په ۹ مه خپره شوې، د دولت د شورا لخوا منل شوې. پر دغې پریکړې د کډوالۍ ملاتړ ادارو نیوکه کړې.

که څه هم اوسمهال په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی خو د دولت شورا وايي چې د غه پریکړه يي د ۲۰۲۰ کال د نومبر د نوموندنو او تحقیقاتو له مخې ترسره کړې ده.

په دغه حکم کې چې د دولت شورا لخوا تایید شوې راغلي:« د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دوامداره نښتې او جګړه نشته او د تاوتریخوالي کچه ټیټه ده.»

د دغې پریکړه په اړه د کډوالۍ د ملاتړ یو شمیر انجمنونه انديښمن دي. په فرانسه کې د سیماد انجمن د پناه غوښتنې د برخې متخصص جرار صادق وايي:« د کډوالۍ او بې تابعه وګړو اداره ( اوفپرا) د ۱۰ زره افغانانو د دوسیو په اړه به څه پریکړه وکړي؟»

د سیما سازمان دغه متخصص د افغانستان د ناامنیو په اړه اندیښنه لري او وايي که چیرې طالبان واک ته ورسیږي نو اوفپرا او سې ان دې آ به څه ډول کړنلاره خپله کړي؟

د یادولو ده چې تیره اونۍ فرانسه په یوه بیړنۍ اقدام کې پر خپلو ټولو اتباعو غږ وکړ چې د ناامنیو له امله دې له افغانستان څخه ووځي.

«دوه نیم کال کیږي چې د محکمې د ځواب په تمه یو»

۱۵ کلن افغان چې له تیرو دریو کلونو راهیسې د فرانسې په نیس ښار د خپلې کورنۍ له ۷ نورو غړو سره یوځای اوسیږي، د محکمې د دغه نوې پریکړې په غبرګون سره وايي چې د افغانستان هیڅ ځای امن نه دی.

یاده کورنۍ وروسته له هغه چې په اوفپرا کې يي د پناه غوښتنه و نه منل شوه، محکمې کې يي غوښتنلیک ثبت کړه. دغه افغان ځوان چې نه غواړي نوم يي واخیستل شي کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل:« شاوخوا ۲،۵ کال کیږي چې د محکمې د ځواب په تمه یو. هر ځل چې وکیل ته ټیلفون کوو مونږ ته وايي چې د مرکې لپاره غوښتل کیږئ. دوه ځلې زمونږه مرکه د کرونا ویروس له وجې و ځنډیده.»

له یادې کورنۍ څخه د غه افغان ځوان په دې باور دی چې د کابل هیڅ ځای هم امن نه دی. هغه وايي:« که چیرې مونږ افغانستان ته اخراج شو نو اړیو چې د کابل له لارې خپل ولایت پکتیا ته ولاړ شو. خو کابل امن نه دی او هلته چاودنې کیږي. د کابل پکیتا پر لار طالبان خلک دروي.»

 د افغانانو ۱۰۰۰ د وسیې د انتظار په حال کې

د سیماد انجمن مسولین وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې په فرانسه کې تر ټولو ډیر افغانانو د پناه غوښتنه ثبت کړې وه. په دغه کال کې اوفپرا کې د افغانانو ۱۰۳۶۵ د پناه غوښتنې دوسیې ثبتې شوې وې.د دغو دوسیو له ډلې له ۵۰۰۰ نه تر ۶۰۰۰ يي « دوبلین» دي. د کرونا ویروس د خطر سربیره بیا هم د پناه غوښتنې شمیرې مخ په ډیریدو دي. په اروپا کې بیا افغانان د پناه غوښتونکو دویمه لویه ډله جوړوي.

د اوفپرا کلنۍ راپور د دې ښودنه کوي چې ورځ تر بلې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه راټیټیږي. په ۲۰۱۷ کال کې د پناه غوښتنې د منلو کچه ۸۴ سلنه وه خو په ۲۰۲۰ کال کې له ۶۰ سلنو څخه کم د افغانانو د پناه غوښتنه منل شوې.

 

نورې ليکنې