د ایران او ترکیې پر پوله یوه ډله افغان کډوال. انځور: آرشیف، Reuters/U. Bektas
د ایران او ترکیې پر پوله یوه ډله افغان کډوال. انځور: آرشیف، Reuters/U. Bektas

په دې وروستیو کې اندیښنې دا دي چې ترکیه به د افغان کډوالو له نویو څپو سره مخامخه شي. دغه اندیښنې داسې مهال رامنځ ته کیږي چې ترکي پولیسو په تیرو لسو ورځو کې له ایران سره پر پوله ۱۵۰۰ ناقانونه کډوال نیولي چې ډیری يي افغانان دي.

رویټرز خبري آژانس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خولي لیکلي چې د جولای له ۱۰ مې راهیسې د وان ولایت په ختیځ کې د کوه ارک په سیمه کې ۱۴۵۶ کډوال او ورسره ۱۱ قاچاقچیان چې دغه ډله يي ترکیې ته لیږدوله نیول شوي دي. چارواکي ویلي چې د نیول شویو له ډلۍ ډیرې يي افغانان دي.

دغه اندیښنې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او په دغه هیواد کې د تاوتریخوالو له ډیریدو سره رامنځ ته کیږي. ملګري ملتونه په دې وروستیو کې ویلي و چې جګړو او تاوتریخوالو د کال له پیل څخه شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان له خپلو کورونو بې ځایه کړې دي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: «په ناقانونه ډول ایران او پاکستان ته د افغانانو د اوښتو هڅې ډیرې شوي»

د ناقانونه کډوالو د مخنیوي هڅې

ترکیه د افغانانو لپاره اروپا ته د تللو یوه مهمه لاره بلل کیږي. اروپا ته تلونکي افغانان په قاچاقي ډول له ایران څخه د ترکیې د ختیځې پولې له لارې دغه هیواد ته اوړي او هڅه کوي چې ځانونه پر مختللو اروپايي هیوادو ته ورسوي.

 چارواکي وايي چې په افغانستان د جګړو د شدت له امله د ایران او ترکیې پر پوله د افغانانو د اوښتو کچه ډیره شوې. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ ویلي و چې هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰ تنه افغانان په ناقانونه ډول ترکیې ته دننه کیږي. دغه شمیرې د تیرکال د همدغې مودې په پرتله ۱۵۰ سلنه ډیروالی ښيي.

ترکیه له ایران سره شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره پوله لري چې ډېره برخه یې غرنۍ ده او ویل کیږي چې له ایران سره پر پوله د ترکیې لخوا د دیوال د جوړولو چارې هم مخ په بشپړیدو دي. د دیوال د جوړولو یوه موخه د ناقانونه کډوالو مخنیوی بلل شوی.

ترکيې ته د افغانانو د کډوالۍ نوې څپې د دغه هیواد یو شمیر چارواکي اندیښمن کړي.ترکیه اوس هڅه کوي چې له ایران څخه د ناقانونه کډوالو د اوښتو مخه و نیسي.

نور ولولئ: د ترکیې پولیسو له ایران سره پر پوله ۱۰۰ څخه ډیر افغانان نیولي

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هغه ادعاوې ناسمې بللي چې ګواکي په غیر کنټرول شوې بڼه د ایران له پولې افغان پناه غوښتونکي ترکیې ته د ننه شوي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال اسماعیل کاتاکلی رویټرز آژانس ته ویلي:« له ایران سره پر پوله د ۲۵۹ کیلومټره امنیتي دیوال څخه ۱۴۹ کیلومټره يي جوړی شوی.»

ترکیه د زیاتو افغانانو لپاره وروستۍ مقصد نه دی بلکه دوې غواړي چې له دې لارې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي. د ترکیې او اروپايي هیوادونو ترمنځ د ۲۰۱۶ کال د کډوالۍ هوکړه دغه چاره یو څه سخته کړې. دغه هوکړه د دې لامل شوی چې د افغانستان، سوریې، ایران او عراق کډوال په ترکیه کې بند پاتې شي.

د ترکیې او افغانستان ترمنځ خبرې اترې

د افغانستان او ترکیه له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوي چې د کډوالۍ د ګډ مدیریت په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي او په دې اړه يي له وړاندې خبرې اترې پیل کړي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په یوه ناسته کې په دې اړه خبرې وکړې.

د کډوالو او راستنیدوکو چارو وزارت په یوه بیانه کې راغلي:« وزارت هڅه کوي چې په ترکیه کې له افغانانو څخه لازم ملاتړ وکړي. د غیر قانوني کډوالۍ په اړه د افغانستان او ترکیې ترمنځ تفاهمنامه او د کارګرو د اعزام تفاهمنامې نهايي کول یو اغیزمن ګام دی.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رسمي شمیرو له مخې ترکیه کې په ۲۰۲۰ کال کې د افغان کډوالو شمیر ۱۱۶۰۰۰ تنو ته رسیده خو دا یوازې هغه افغانان دي چې په قانوني ډول ترکیه کې میشت دي. باور دادی چې دامهال ټولټال شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ افغانان په ترکیه کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

 

نورې ليکنې