هغه کډوال چې د دوور په بندر کې د پوله ساتو ځواکونو لخوا ژغورل شوي. انځور: رویټرز. سپتمبر ۲۰۲۰
هغه کډوال چې د دوور په بندر کې د پوله ساتو ځواکونو لخوا ژغورل شوي. انځور: رویټرز. سپتمبر ۲۰۲۰

چارواکي وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۹مه، ۴۳۰ ناقانونه کډوال د مانش کانال د اوبو له لارې بریتانیا ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د کښتیو او لاریو له لارې دغه هیواد ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخه و نیسي.

 بي بي سي د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خولي دغه شمیر یو نوی ریکارډ بللی. بي بي سي لیکلي چې د دغو کډوالو له ډلې ۵۰ تنه يي د کنت ښار په سواحلو کې لیدل شوي چې میرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي.

بي بي سي راپور ورکړی چې له دې یوه ورځ وړاندې د یکشنې په ورځ هم ۲۴۱ کډوال د مانش کانال له لارې بریتانیا ته رسیدلي وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اوس پر داسې یو قانون کار کوي چې د اوبو او لاریو له لارې بریتانیا ته د تلونکو قاچاقي کډوالو مخه و نیسي. یاد وزارت پارلمان ته د قانون داسې یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې به يي د مانش کانال له لاري تلونکي کډوال به د پنا غوښتنې دوسیو د څیړلو پر مهال له بریتانیا څخه بهر و ساتل شي.

نور ولولئ: بریتانیا ته د کډوالو اوښتل: په یوه لارۍ کې ۱۸ کډوال موندل شوي دي

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د مانش کانال د مخفي تهدید قومندان «دن اومهونی» وايي چې په اروپا کې د کډوالو د شمیر په ډیریدو سره، د مانش کانال له لارې په خطرناکو وړو کښتیو کې د خلکو اوښتل خورا ډیر شوی.

نوموړی بي بي سي ته ویلي:« خلک باید لومړنی ملک ته چې رسیږي د پناه غوښتنه ثبت کړي او له دغه خطرناکې لارې په تیریدو سره خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي. مونږ د هغو جنایتکارو څارلو ته ادامه ورکوو چې په دغه کار کې لاس لري.»

د وروستیو شمیرو له مخې دروان میلادي کال له پیل څخه نږدې ۸۰۰۰ کډوال په ۳۴۵ وړو کښتیو کې بریتانیا ته د ننه شوي. دغه شمیرې د هغو کډوالو له شمیر سره برابره ده چې په تیره پوره کال کې د مانش کانال له لاري بریتانیا ته رسیدلي وو.

 

نورې ليکنې