کښتۍ کې سپاره کډوال په مانش کانال کې. انځور: رویټرز
کښتۍ کې سپاره کډوال په مانش کانال کې. انځور: رویټرز

بریتانیا او فرانسې د سه شنبې په ورځ هوکړه وکړه چې د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د تلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره به د فرانسې سواحلو ته نوي پولیس او تجهیزات ځای پر ځای شي. بریتانیا هوکړه کړې چې په دې برخه کې فرانسې سره نورې مرستې وکړي.

د داوړو لوریو د هوکړې له مخې به فرانسه په خپلو شمالي سواحلو کې د بولان او دانکرک ښارونو ترمنځ د خپلو پولیسو شمیر دوه برابره او هوايي کنټرول به ډیر کړي. له دې سره فرانسه غواړي چې له خاورې يي د بریتانیا سواحلو ته د کډوالو د ورتګ مخه و نیول شي.

دغه هوکړه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمانین او د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ترمنځ په یوه ناسته کې شوې. په ناسته کې هوکړه شوې چې بریتانیا به په راتلونکو دوو کلونو کې له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یور مرسته وکړي ترڅو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته او د فرانسې په خاوره کې دې کډوالو ته سرپناه برابره شي.

فرانسې ویلي چې له اسپانیا او اویټالیا سره پر پولو به هم د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه به د خپلو پولیسو شمیر ډیر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مانش کانال د اوبو له لاري بریتانیا ته د تلونکو قاچاقي کډوالو شمیر خورا ډیر شوی او بریتانیا غواړي چې د دغو کډوالو مخه و نیسي.

تیره ورځ دوشنبه، رسنیو راپور ورکړی و چې یوازې په یوه ورځ ۴۳۰ ناقانونه کډوال د مانش کانال د اوبو له لارې بریتانیا ته رسیدلي.

نور ولولئ: په یوه ورځ ۴۳۰ کډوال د اوبو له لارې بریتانیا ته رسیدلي دي

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اوس پر داسې یو قانون کار کوي چې د اوبو او لاریو له لارې بریتانیا ته د تلونکو قاچاقي کډوالو مخه و نیسي. یاد وزارت پارلمان ته د قانون داسې یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې يي د مانش کانال له لاري تلونکي کډوال به د پنا غوښتنې دوسیو د څیړلو پر مهال له بریتانیا څخه بهر و ساتل شي.

د وروستیو شمیرو له مخې دروان میلادي کال له پیل څخه نږدې ۸۰۰۰ کډوال په ۳۴۵ وړو کښتیو کې بریتانیا ته د ننه شوي. دغه شمیرې د هغو کډوالو له شمیر سره برابره ده چې په تیره پوره کال کې د مانش کانال له لاري بریتانیا ته رسیدلي وو.

 

نورې ليکنې

Webpack App