د کندهار ولایت کې د جګړو له امله بې ځایه شوي وګړي. انځور: د کندهار د کډوالو چارو ریاست. جولای ۲۰۲۱
د کندهار ولایت کې د جګړو له امله بې ځایه شوي وګړي. انځور: د کندهار د کډوالو چارو ریاست. جولای ۲۰۲۱

د افغانستان جنوبي ولایت کندهار کې د دولت او وسله والو طالبانو د نښتو له امله سلګونه خلک د دغه ولایت مرکز ته پناه وړې. په ټولنیزو رسنیو کې داسې تصویرنه خپاره شوي چې میرمنې او ماشومان خپل اختر د سړک پر غاړه د ونو ترسیوري لاندې تیرې کړي.

د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) تیره اونۍ راپور ورکړی و چې د دولت او وسله وطالبانو د نښتو له امله شاوخوا ۱۱۲۰۰ تنه د کندهار مرکز ته کډه شوي دي.

یو شمیر تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي په کې لیدل کیږي چې ښځې او کوچني ماشومان په آزاده هوا کې د سړک پر غاړه په بد حالت کې وخت تیروي.

د افغانستان دفاع وزارت د دغو بې ځایه کیدو لامل د طالبانو جګړه بولي. د دغه وزارت یو ویاند د جګړو د بې ځایه شویو دغو تصویرونو په خپرولو سره لیکلي:« دا د طالبانو د جنګ پایله ده! زرګونه کورنۍ د طالبانو د جګړو او تاوتریخوالو له امله کندهار ښار ته بې ځایه شوي او دوې د سړک پر غاړه ویده کیږي.»

په دې وروستیو کې د بشري حقونو څار سازمان ویلي و چې د افغانستان په ختیځ کندز ولایت کې، طالبان ولسي وګړي له خپلو کورونو ایستلي او کورنو ته يي اور ورته کړی. یاد سازمان له طالبانو غوښتي و چې پر ملکي خلکو خپل بریدونه و دروي.

نور ولولئ: د بشري حقونو څار سازمان: طالبان په زوره خلک خپلو کورنو پریښودو ته اړ ایستلي

د کال په لومړیو ۶ میاشتو کې جګړې ۴۹۵۰۰ افغانان ټپیان کړي

د سره صلیب نړیوالو سازمان ( ای سي آر سي) په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچې د ډیریدو خبر ور کړی او ویلي يي دي چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يي د ۴۹۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې.

یاد سازمان نن چهار شنبه د جولای په ۲۱ په یوه خبري اعلامیه کي په دې اړه د کندهار ولایت د میرویس نیکه له روغتون څخه یادونه کړې او ویلي يي دي: « د کندهار د میرویس نیکه په روغتون کې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د وسلو د ۲۳۶۶ ټپیانو درملنه کړې چې دا د تیر کال د همدغې مودې په پرتله د ټپیانو په شمیر کې دوه برابره ډیروالۍ دی.»

په اعلامیه کې راغلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې سور صلیب  د ځینو ادارو په مرسته د جګړې له امله د ۲۴۴۹ وژل شویو جنګیالیو او ولسي خلکو مړي د دوی کورنیو ته سپارلي دي. سور صلیب د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي او ملکیانو او ادارو ته ځانګړی پام وکړي.

د یادې ادارې د شمیرو له مخې روان میلادي کال کې ۲۷۰ زره افغانان د جګړو، تاوتریخوالو او وچکالیو له امله خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي چې له دې سره په افغانستان کې ټولټال  د داخلي بې ځایه شویو شمیر ۳،۵ میلونو ته رسیږي.

 

نورې ليکنې