د کابل په هوايي ډګر کې له اروپا څخه اخراج شوي افغانان. انځور:پیکچر الیانس
د کابل په هوايي ډګر کې له اروپا څخه اخراج شوي افغانان. انځور:پیکچر الیانس

په اروپا کې د کډوالو د ملاتړ ۳۰ غیر دولتي موسسې او د کډوالو د ملاتړ بنسټونو د افغانستان د ناامنیو په اړه د اندیښنې په څرګندولو له اروپايي هیوادونو غوښتي چې په عاجله توګه دې د افغان پناه غوښتونکو اخراج و دروي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د جولای په ۲۱مه، ناروي د افغان پناه غوښتونکو ایستل و ځنډاوه. له دې وړاندې فنلنډ او سویډن هم د افغانانو د ایستلو د ځنډولو اعلان کړی و.

د کډوالو د ملاتړ دغه ډله د سه شنبې په ورځ د جولای په ۲۰ مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ناامیو پر ډیریدو ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي يي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس د افغانانو اخراج ته چمتو نه دی او اخراج سره د دوې ژوند له خطر سره مخامخ کیږي.

په اعلامیه کې راغلي:« مونږ په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالو د ډیریدو په اړه خورا اندیښمن یو. د امنیتي وضعیت په خرابیدو سره مونږ له ټولو اروپايي هیوادونو غواړو چې افغانستان ته اخراج و دروي او په خپله خاور کې دې محافظت ته د افغانانو لاسرسۍ ډاډمن کړي.»

نور ولولئ: افغانستان له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د کډوالو ایستل دې د دریو میاشتو لپاره و دروي

د غیر دولتي موسسو دغه ډله په اروپا کې د کډوالۍ ادارو او محاکمو غوښتي چې د افغانستان ناامنیو ته په پام سره دې د هغو افغان پناه غوښتونکو پر دوسیو له سره کتنه وکړي چې د رد ځواب يي ترلاسه کړی.

د فنلنډ، سویډن او ناروي لخوا د اخراج ځنډول

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې پر اروپايي هیوادونو غږ کړی و چې د دریو میاشتو لپاره دې د افغانانو اخراج و ځنډوي.

د کډوالو د ملاتړ بنسټونو په خپله اعلامیه کې پر اروپايي کمیسیون غږ کړی چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له دغې غوښتنې سره سم، خپلو غړو هیوادونو ته سپارښتنه وکړي چې په عاجل ډول دې د افغانانو اخراج و دروي.

تیره ورځ د جولای په ۲۱مه ناروي د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د ځنډولو خبر ورکړ. له فنلنډ او سویډن وروسته دا دریم اروپايي هیواد دی چې د افغانانو اخراج ځنډوي.

د ناروي د کډوالۍ ادارې ویلي چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۵ پورې افغانان نه اخراجوي.

نور ولولئ: له فلنډ وروسته سویډن هم د افغان کډوالو ایستل و ځنډول

په افغانستان کې د جګړو شدت

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په دې وروستو کې د طالبانو جګړو زور اخیستی او ګڼې ولسوالۍ يي تر خپلې ولکې لاندې راوستي. تیره ورځ د سره صلیب نړیوال سازمان په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچې د ډیریدو خبر ور کړ او ويي ویل چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يي د ۴۹۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې.

د ملګري ملتونو د شمیرو له مخې روان میلادي کال کې ۲۷۰ زره افغانان د جګړو، تاوتریخوالو او وچکالیو له امله خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي چې له دې سره په افغانستان کې ټولټال د داخلي بې ځایه شویو شمیر ۳،۵ میلونو ته رسیږي.

د کډوالو د ملاتړ سازمانونو په افغانستان کې د ملکي وګړو، ژورنالیستانو او فرهنګیانو مرګ ژوبلې ته په اندیښنې سره ویلي چې په دغو سختو شرایطو کې اروپايي هیوادونه باید د افغانستان حکومت او خلکو سره دې د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

 

نورې ليکنې