د اسپانیې حکومت وايي چې له د مراکش له پولې څخه ۲۳۰ تنه مهاجر د دغه هیواد ملیله ښار ته د ننه شوي دي. په یو وخت د افریقا شمالي سواحلو کې دغه کوچنۍ ښار ته د دغه شمیر مهاجرو ورتګ خورا ډیر بلل شوی.
ملیله خود مختاره ښار ته د هغه د مهاجرو د يادي لويي ډلې د ننوتلو دغه پيښه له هغه وروسته رامنځته کيږي چي نژدې دوې مياشتي تر مخه ۱۰۰۰۰ انسانان پر يو وخت د اسپانيې بلي باندنۍ سيمي سيوتا ته ننوتل. هغه وخت دغه موضوع د اسپانيې او مراکش تر منځ د دپلوماتيکو اړيکو د لانجمنېدو لامل هم شوی و.
په ملیله ښار کي د اسپانوي حکومت پلاوي ويلي دي چي د پنجشنبې د جولای د ۲۲مې په سهار ۶:۵۰ بجو تر ۳۰۰ څخه زياتو مهاجرو کوښښ وکړ چي تر پولي واوړي. ويل شوي چي له ياد شمير مهاجرو څخه ۲۳۸ په دې وتوانېدل چي تر سرحدي کټارو واوړي او د اسپانیې دغي باندنۍ برخي ته داخل شي. زياته شوې چي داخل شوي ټول مهاجر نارينه دي.
د اسپانيې چارواکو ويلي دي چي مهاجرو د چنګکانو او ورته آلاتو د پولې په کټارو کي د دخولۍ امکانات ځان ته برابر کړل، دا د هغه باوجوده چي دغه کټارې د دا ډول دخولۍ پر ضد خوندي کړل شوي دي. خو چارواکو نه دي ويلي چي دغه کټارې څه ډول له دخولۍ خوندي کړل شوي دي.
د اسپانوي چارواکو په وينا درې پوليس د سرحد پر کټاره د کارول شوو چنګکانو له کبله «په معمولي توګه» ژوبل شوي هم دي. ويل شوي چي داخل شوي مهاجر د ثبتونې مرکز ته انتقال کړل شوي چيري چي به هغوی د کرونا پاندمي له کبله تر قرنطېن او اړونده حفاظتي اقداماتو لاندي ساتل کيږي.
د می مياشتي له نيمايي څخه په سلونو مهاجرو هڅه کړې وه چي مليله ته داخل شي. له هغوی څخه ۳۰۰ په دغه کار کي بريالي شوي دي. د پنجشنبې په ورځ و مليلیې ته د نوو مهاجرو په داخلېدو سره په تيرو دوو مياشتو کې دغه سيمي ته د داخل شوو مهاجرو شمير تر ۵۰۰ لوړ شوی دی.
د اسپانيې دوې باندنۍ سيمي سيوتا او مليله د اروپا يوازنۍ مځکنۍ برخي دي چي د افريقا سره پر سرحد واقع دي او له دې کبله د مهاجرو له پاره جذابيت لري. زيات شمير دغه مهاجر له بې وزلۍ او لوږي څخه په تېښته کي وي او په اروپا کي د بهتر ژوند موندلو هيله لري.
د مراکش او مليلیه تر منځ ۱۲ کلومتره سرحد شته او د سيوتا او مراکش تر منځ ۸ کلومتره سرحد دی. په تيرو کالونو کي په زرونو کسانو هڅه کړې ده چي له مراکش څخه د اروپا دغو سيمو ته داخل شي. هغوی په موټرو کي ځانونه پټوي، تر سرحدي کټارو اوړي او په لامبو ځان تر دغو سيمو رسوي.
آ./ا.ا.