له بلاروس سره پر پوله لیتوانیا کې د مهاجرو کمپ. انځور: رویټرز. جولای ۲۰۲۱
له بلاروس سره پر پوله لیتوانیا کې د مهاجرو کمپ. انځور: رویټرز. جولای ۲۰۲۱

د لیتوانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ داسې یو قوانین لاسلیک کړ چې د مهاجرو حقوقونه محدودوي. حکومت هڅه چې د دغه قانون په تصویب سره د بلاروس له پولې له منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو څخه د ورتلونکو مهاجرو د څپو مخه و نیسي. د کډوالۍ ملاتړ سازمانونه بیا پر دې کار نیوکه کړې.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې دغه نوی قانون چارواکو ته د دې اجازه ورکوي چې مهاجر شپږ میاشتې په توقیف کې وساتي. چارواکي دا هم ویلي چې نوی قانون د پناه غوښتنې پروسه چټکوي چې حداکثر ۱۰ ورځې وخت به ونیسي او د پر دوسیو له سره کتنې غوښتنه سختوي.

د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس نوسدا سره له دې چې دغه قانون نیمګړی بولي خو خپل پارلمان ته يي سپارښتنه کړې چې د کال ترپایه دې پکې اصلاحات رامنځ ته کړي.

لیتوانیا په شمال ختیځه اروپا کې د بالتیک هیوادونو له ډلې شمیرل کیږي چې په دې وروستو کې د افغانانو په ګډون د منځني ختیځ او شمالي افریقا مهاجرو له نویو څپو سره مخامخه ده چې دغه مهاجر د بلاروس له پولو ورته ورځي.

نور ولولئ: د لیتوانیا سرحدي پولیس ۲۰ افغان او عراقي کډوال نیولي دي

شمیرې ښيي چې د روان میلادي کال له پیله، شاوخوا ۲۲۰۰ مهاجر د بلاروس له پولو لیتوانیا ته د ننه شوي دي.

لیتوانیا کې د بشري حقونو یو سازمان پر دغه قانون نیوکه کړې او فراسنې خبري آژانس ته يي ویلي « اوس مونږ داسې یو قانون لرو چې بشري حقونه نقض کوي»

 د لیتوانیا او ځینو اروپايي هیوادونو چارواکي بلاروس په دې تورنوي چې مهاجرو ته خپلې پولې خلاصوي. دوې وايي چې بلاروس غواړي چې د مهاجرو د فشار له لارې د اروپايي ټولنې لخوا پر دوې د لګل شویو مجازاتو سره مقابله وکړي.

 

نورې ليکنې