له پاکستان څخه د افغان کډوالو بیرته ستنیدل. انځور: آرشیف. UNHCR
له پاکستان څخه د افغان کډوالو بیرته ستنیدل. انځور: آرشیف. UNHCR

اروپايي ټولنې ویلي چې په پاکستان او ایران کې له میشتو افغان کډوالو او اړمنو خلکو سره د ۲۲ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې کوي. بل پلو بیا پاکستان له اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان کډوالو په برخه کې دې له دوې سره مرسته وکړي.

د اروپايي ټولنې کمیسیون د جولای په ۱۲ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په پاکستان او ایران کې له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د بشري بحران، کرونا ویروس او طبیعي پیښو له امله خورا زیانمن شوی وي.

په اعلامیه کې راغلي چې د روان میلادي کال لپاره ۱۵ میلیونه یورو په ایران او ۷ میلیونه یورو په پاکستان کې له اړمنو افغانانو او د سیمې له اوسیدونکو سره مرسته کیږي.

د اروپايي کمیسیون د بحران د مدیریت کمیشنر جینزل لینارسي ووویل:« ایران او پاکستان د طبیعي پیښو او د کرونا ویروس له امله زیانمنیدونکي هیوادونه دي او د نړۍ په کچه د افغان کډوالو کوربتوب کوي. اروپايي ټولنه په دغه حساس وخت کې دواړو هیوادونو کې بشري سازمانونو څخه خپل ملاتړ زیاتوي.»

ور ولولئ: اروپايي ټولنه له افغانستان ۳۲ میلیونه یورو بشري مرستې کوي

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې یادې مرستې په دغو هیوادونو کې د ملګرو ملتونو، غیر دولتي سازمانونو او نړیوالو سازمانونو لخوا مصرفیږي. 

په اعلامیه کې ویل شوي چې ایران سربیره پردې چې له کرونا ویروس څخه سخت اغیزمن شوی د نړۍ په کچه د ډیرو افغانانو چې ۳،۵۶ میلیونه کیږي، کوربتوب کوي. همدارنګه زیاته شوې چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د ۳ میلیونه افغانانو کوربتوب کوي.

پاکستان د افغان کډوالو له امله د مرستې غوښتنه کوي

سره له دې چې داسې نښې نشته چې یو ځل بیا به افغانان په ډله ایزه توګه پاکستان ته کډوال شي، خو د دغه هیواد چارواکي وايي چې مونږ په داسې یو حالت کې یو چې نور افغان کډوال نه شو منلی. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تیره اونۍ د مرکزي او جنوبي آسیا په کنفرانس کې وویل:« پاکستان له دریو میلیونو څخه د ډیرو افغانانو کوربه دی او د نورو د کوبتوب توان نه لري.»

نور ولولئ: پاکستان وايي چې نور افغان کډوال نه شي منلی

د پاکستان لومړی وزیر د افغان کډوالو د کوربتوب له امله پر نړیوالې ټولنې د مرستې غږ کړی. عمران خان د جولای په ۱۷ مه ازبکستان کې د تاشکند کنفرانس په څنډه کې د اروپايي ټولنې له استازو غوښتنه وکړه چې له پاکستان سره دې د افغان کډوالو د کوربتوب له امله مرسته وکړي.

اروپايي کمیسیون وايي چې د ۲۰۱۶ کال راهیسې له پاکستان سره د ۸۸ میلیونه او له ایران سره د ۷۶ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې ترسره کړي دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App