عملیات تخلیه کمپ مهاجران در پورت دو له ویلت، ۲۲ جولای ۲۰۲۱. عکس از تویتر @enfants_afghan
عملیات تخلیه کمپ مهاجران در پورت دو له ویلت، ۲۲ جولای ۲۰۲۱. عکس از تویتر @enfants_afghan

د فرانسې پولیسو د پنجشنبه په ورځ پاریس ته نږدې د کډوالو له یوه کمپ څخه چې ۳۲۵ تنه پکې میشت و خیمې ټولې کړې. ډیری دغه کډوال چې د افریقايي هیوادونو دي د پاریس په ختیځه څنډه کې د پانتن او پورت دو له ویلت کې تر پولي لاندې خیمې تړلې وې.

د پاریس د ۱۹ مې ناحیې ښاروال فرانسوا دنیو په وینا دغه کډوال د یوتوپیا ۵۶ سازمان له لوري د له ویلت سیمې د کانال په اوږدو کې د پارکونو ترڅنګ ځان پر ځای شوي وو ترڅو د عامو خلکو لخوا و لیدل شي.

فراسنوا دنیو ویلي چې معمولا بې سرپناه کډوال په دغه سیمه کې خیمې تړي. هغه وايي د جون میاشتې په نیمايي کې د افغان کډوالو په ګډون د یوشمیر نورو کډوالو کمپ هم خالي شوی و خو ډیر ژر بیا نور کډوال هلته ورغلل او چارواکي اړ شول چې تیره ورځ دغه ځای خالي کړي.

د پاریس د ۱۹ مې ناحیې ښاروال په خپلو خبرو کې وویل:« د تیرې ورځ په عملیاتو کې ۳۱۰ افریقايي کډوال او ۱۵ کورنۍ له خپلو ماشومانو سره د سرپناه په موخه نورو سیمو ته لیږدول شوي.» په سیمه کې د میشت کډوالو د شمیر په پرتله دا یو لوی شمیر دی ځکه وروسته د عملیاتو پر مهال ګڼ شمیر نور کډوال هم سیمې ته ځانونه ورسول تر څو د سرپناه له امتیاز څخه برخمن شي.

نور ولولئ: پاریس:‌ نږدې ۳۰۰ مهاجرو هوټل دو ویل مخ ته خیمې درولې

د تخلیه شوي کمپ دغه کډوالو ته وروسته د پاریس، ایل دو فرانس او فرانسې مخلتفو سیمو سرپناه برابریږي. ډیر دغه کډوال هغه خلک و چې له وړاندې په ځینو ځایونو کې ورته سرپنا برابره شوې وه خو د لازمو امکاناتو د نه شتون له امله خپل ځایونه يي پریښي دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې شاوخوا ۵۶۰ کډوال د یوتوپيا ۵۶ سازمان په مرسته د پاریس ښاروالۍ مخې ته خپلې خیمې و درولې چې وروسته بیا د پولیسو لخوا نورو سیمو ته واستول شول.

 

نورې ليکنې