له افغانستان سره پر پوله د تاجکستان د سرحدي پولیسو د کنټرول مرکز. ۲۰۰۸ جولای. انځور: رویټرز
له افغانستان سره پر پوله د تاجکستان د سرحدي پولیسو د کنټرول مرکز. ۲۰۰۸ جولای. انځور: رویټرز

د تاجکستان یو لوړ پوړی چارواکی د جمعې په وویل چې هیواد يي د خپل ګاونډ افغانستان څخه تر یو لکو کډالو منلو ته چمتو دی. چارواکي ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جګړو شدت موندلی.

رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې تاجکستان د ۱۰۰ زره احتمالي کډوالو د منلو لپاره په چمتووالي بوخت دی. د دغه هیواد د بیړنیو پیښو کمیټې مرستیال امام علي ابراهیم زاده یوې خبرې غونډې ته ویلي چې له وړاندې پولې ته نږدې بدخشان کې د ختلون او ګرونو سیمو کې کډوالو ته د امکاناتو د برابرولو لپاره دوه لوی ګودامونه جوړ شوي.

وروسته له هغه چې په روانه میاشت کې له تاجکستان سره د پولې په اوږدو کې طالبانو له افغان ځواکونو څخه یو شمیر ولسوالۍ و نیولې یو شمیر عام ولس او پولیس دغه هیواد ته و تښتیدل چې وروسته بیا بیرته افغانستان ته ستانه شول.

نور ولولئ: پاکستان وايي چې نور افغان کډوال نه شي منلی

د دې ترڅنګ تاجک چارواکي ویلي چې په احتمالي توګه د کډوالو ورتګ لپاره په خپله خاور کې کمپونه جوړوي. د تاجکستان یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې د کمپونو د جوړلو موضوع دوې له خپلو همکارانو سره هم شریک کړي دي.

په افغانستان د تاوتریخوالي له ډیریدو سره پاکستان، ایران او یو شمیر نورو هیوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ ویره رامنځ ته شوې. په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و چې هیواد يي د نورو افغانانو د منلو توان نه لري.

 

نورې ليکنې