ګارډین ورځپاڼه وایي په تېرو پنځو کلونو کې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا پناه غوښتونکو ته ځانګړو شویو استوګنځیو کې ۵۱ کسان مړه شوي دي. ورځپاڼې زیاته کړې چې تېرو ۱۸ میاشتو کې یادو استوګنځیو کې د مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین موندلې چې مړو شویو کې درې ماشومان هم شامل دي. دغه راز درې کسان د کورونا ویروس له امله مړه شوي او څلورو نورو بیا ځانوژنه کړې ده. د سرچینې له مخې ځینو نورو کسانو د روغتیایي ستونزو لکه سرطان او د زړه ناروغۍ له کبله خپل ژوند بایللی دی.
زیاته شوې چې د مړینې لومړۍ پېښه د ۲۰۱۶ په اپریل میاشت کې او وروستۍ پېښه یې د روان کال په جون میاشت کې رامنځته شوې ده. د ۳۱ پېښو لامل تر اوسه نه دی تایید شوی.
ورځپاڼې دا هم ویلي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له مخې یوازې د ۲۰۲۱ له فبرورۍ تر جون پورې ۷ کسانو په یادو استوګنځیو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ګارډین په حواله په ۲۰۲۰ کې ۲۹ کسان او د ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۹ پورې ۱۵ کسان د برتانیا دولتي استوګځنیو کې مړه شوي وو.
په ورته مهال د بشري حقونو مدافع بنسټونو د ړونتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د یادو پېښو لاملونه باید په ډاګه شي.
د برتانیا دولتي استوګنځیو کې نږدې ۶۰۰۰۰ کسان ژوند کوي. یاد ځایونه د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي.