د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې یو امریکايي عسکر له خپل افغان ترجمان سره په پوځي مرکز کې له عملیاتو مخکې قدم وهي. انځور: رویټرز. ۲۰۱۴ کال
د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې یو امریکايي عسکر له خپل افغان ترجمان سره په پوځي مرکز کې له عملیاتو مخکې قدم وهي. انځور: رویټرز. ۲۰۱۴ کال

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په دوو جلا فرمانونو کې، په افغانستان د جګړو له بې ځایه شویو، امریکا ته د افغان پناه غوښتونو د ورتلو او د جګړې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالرو بودیجه تصویب کړه.

رویټر خبري آژانس خبر ورکړی چې په لومړی فرمان کې د کډوالو د بیړنۍ صندوق څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره په بیړنیو حالاتو کې د جګړو له بې ځایه شویو او امریکا ته د پناه غوښتنې د ځانګړو ویزو غوښتونکو ته بیلې شوې دي.

همدا راز د دویم فرمان له مخې په یادو برخو کې ۲۰۰ میلیونه ډالره نورې مرستې د دولتي ادارو له سرچینو څخه ځانګړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي عملیات څه باندې یوه میاشت وروسته په اګست کې پای ته رسیږي او د فغانستان په بیلابیلو برخو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی. امریکا غواړي چې د طالبانو د ګواښونو له کبله خپلو افغان کارکوونکو ته د مهاجرت د ځانګړي ویزي تر چوکاټ لاندې، ویزې ورکړي.

نور ولولئ: د برتانوي ځواکونو نږدې ۳۰ افغان ژباړن برتانیا ته رسېدلي

واشنګټن اعلان کړی چې د روان میلادي کال د جولای په وروستیو کې به د خپلو افغان کار کوونکو ایستل پیل کړي. رویټرز خبري آژانس لیکلي چې په لومړۍ پړاو کې ښايي یوه ډله افغانان له خپلو کورنیو سره  د امریکا ویرجینیا ایالت پوځي مرکز کې ځای پر ځای شي تر څو د دوې د یزو د غوښتنې پروسه بشپړه شي.

د امریکا د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ داسې یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به يي ۸۰۰۰ نورې د مهاجرت ځانګړې ویزې ( SIV ) په افغانستان کې د امریکايي ځوکونو پخوانیو کارکوونکو ته ورکړل شي.

دامهال شاوخوا ۱۸۰۰۰ افغانان د دا ډول ویزو غوښتنه کړې او د خپل ځواب په تمه دي.

 

نورې ليکنې