انځور:‌ د فرانسې او شمالي سمندر قومنداني، ارشیف
انځور:‌ د فرانسې او شمالي سمندر قومنداني، ارشیف

فرانسوي چارواکو د جمعې تر یکشنبې پورې انګلیس یا مانش کانال کې ۱۸۰ مهاجر ژغورلي دي. له تېرو څو اونیو راهیسې ګڼ‌ شمېر پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته واوړي. تېره شنبه تر ۳۵۰ ډېر کسان د دغه کانال له لارې برتانیا ته ورسېدل.

پرون یکشنبه د جولای میاشتې ۲۵مه فرانسوي چارواکو مانش کانال کې د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۸۰ مهاجر وژغورل. 

د مانش او شمالي سمندر قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي لومړی د مهاجرو یوې ډلې د ګري نې د نظارت او ژغورنې سیمه ییز مرکز سره تماس ونیوه او ورته یې د خپل وضعیت په هکله خبرداری ورکړ.‌ لږ وروسته یوې تجارتي کښتۍ یاد مرکز ته د کالې په شمالي برخه کې د مهاجرو د یوې بېړۍ د شتون په هکله اطلاع ورکړه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې فرانسوي‌ ژغورونکو لومړۍ کښتۍ کې ۳۵ کسان او دویمه کښتۍ کې ۴۵ تنه نور وژغورل.

د خبرپاڼې له مخې ټولټال ۸۰ مهاجر (۴۲ نارینه، ۱۸ ښځې او ۲۰ ماشومان) کالې بندر ته تر انتقالېدو وروسته روغتیایي چارواکو او د پا دو کالې سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

کډوال «لویې کښتۍ» کاروي

یوه بله پېښه کې فرانسوي ځواکونو تېره یکشنبه د پا دو کالې په دان ساحل کې ۵۲ مهاجر وموندل.‌ د پا دو کالې قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان له هغې وروسته ساحل ته بېرته را ګرځېدلي وو چې سمندر کې یې بېړۍ له کاره لوېدلې وه. سرچینې زیاته کړې چې د پا دو کالې ښاروالۍ یادو مهاجرو ته په یوه سالون کې ځای ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د ګري نې د نظارت او ژغورنې مرکز د پا دو کالې په دماغه کې ۴۲ کسان ژغورلي او سرحدي پولیسو ته یې سپارلي وو.

په ورته مهال د بي بي سي خبریال سیمون جونز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره شنبه په ۱۲ کښتیو سپاره ۳۷۸ کسان برتانیا ته رسېدلي دي. په وینا یې نن سبا مهاجر په «لویو کښتیو» کې برتانیا ته د داخلېدو لپاره هڅه کوي.

له فرانتکس څخه د همکارۍ غوښتنه

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن تېره شنبه کالې ته د خپل سفر پر مهال وویل د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس څخه یې غوښتي دي چې د شمالي اروپا د پولو ساتنې دنده پر غاړه واخلي.

نوموړي زیاته کړه: «ما ور څخه غوښتنه وکړه چې د شمالي اروپا او په تېره بیا د پا دو کالې شمالي سواحلو ته پام وکړي.‌»

دارمنن دغه راز د برتانیا او فرانسې نوي هوکړه لیک ته په اشارې سره وویل برتانیا چمتو شوې چې ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کې د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې د مبارزې لپاره فرانسې ته ۶۲ اعشاریه ۷ میلیونه یورو ورکړي.

د ۲۰۱۸ له پای راهیسې ګڼ شمېر مهاجر هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي. د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ د رسمي شمېرو له مخې تېر کال مهاجرو ۹۵۰۰ ځله هڅې کړې وې چې د یاد کانال له لارې برتانیا ته واوړي.‌ د یادولو ده چې په ۲۰۲۰ کې شپږ کسان مانش کې ډوب شول او درې تنه نور لا لادرکه دي.

 

نورې ليکنې