عبدالرازق له افغان ژباړونکو او  فرانسوي خبریال سره په پاریس کې.فبروری ۲۰۲۰. پاریس. کریدت: حفیظ احمد میاخیل
عبدالرازق له افغان ژباړونکو او فرانسوي خبریال سره په پاریس کې.فبروری ۲۰۲۰. پاریس. کریدت: حفیظ احمد میاخیل

په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو ۸۰ افغان کارکوونکي چې لا هم د فرانسې د ویزې په تمه دي، د طالبانو له ګواښونو اندیښمن دي. دوې وايي که ویزه ورته ور نه کړل شي نو ښايي د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوسي او یا اروپاته په قاچاقي ډول سفر وکړي.

د ناټو تر چوکاټ لاندې یو شمیر فرانسوي ځواکونه تر ۲۰۱۳ کاله د کابل په ختیځ سروبي ولسوالۍ، کاپیسا ولایت او یو شمیر نورو سیمو کې له طالبانو او القاعدې سره په جګړه بوخت ول. دغه ځواکونه په ۲۰۱۳ کال کې له افغانستان څخه ووتل. له فرانسوي ځواکونو سره هغه مهال  ۸۰۰ افغان کارکوونکي هم په دندو بوخت ول چې د دغو کارکوونکو له ډلې یو مشیر يي د وخت په تیریدو سره له خپلو کورنیو سره فرانسې ته پناه راوړ خو لاهم ۸۰ تنه يي په افغانستان کې ایسار پاتي.

پاریس کې د فرانسوي ځواکونو د پخوانیو افغان کارکوونکو د انجمن مشر عبدالرازق د خپلو پخوانیو همکارانو په اړه د اندیښنې به څرګندولو سره وايي چې شاوخوا ۸۰ تنه زمونږ پخواني همکاران چې له فرانسوي پوځیانو سره يي د ترجمان، ډرایور، آشپز او نور برخو کې همکاري درلوده لاهم په افغانستان کې بند پاتي دي.

عبدالرازق کډوال نیوز سره په خبر کې وویل چې همکاران يي د طالبانو او د هغوی د پلویانو له ګواښ سره مخامخ دي.نوموړی وویل:« طالبان او د هغوي پلویان په مسجدونو کې اعلان کوي چې هغه خلک چې د ناټو ځواکونو او د هغوی له همکارانو سره دنده ترسره کړې خاینین دي او باید سرونه يي پرې شي. زمونږ دوستان په دې اړه سخت اندیښمن دي.»

د عبدالبصیر د وژنې پیښه

د فرانسوي ځواکونو د پخوانیو افغان کارکوونکو د انجمن مشر وايي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې زمونږ پخوانی همکار عبدالبصیر ووژل شو:« عبدالبصیر چې له فرانسوي ځواکونو سره د اشپزۍ په چارو کې دنده ترسره کوله، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د میدان وردګو پر لار د طالبانو لخوا و تښتول شو او بیا دوه اونۍ وروسته په مرمیو ووژل شو.»

نور ولولئ: طالبانو افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو پخوانی همکار وژلی

هغه وايي چې عبدالبصیر څو وارې د فرانسې د ویزې غوښتنه کړې وه خو چا ورته ویزه ور نه کړه.

عبدالرازق وايي سره له دې چې زمونږ همکاران ټاکل شوي معیارونه او شرایط هم پوره کوي خو بیا هم اړونده چارواکي ور ته د ویزو له ورکولو ډ ډه کوي. عبدالرازق وايي اروپايي پارلمان،د فرانسې ولسمشرۍ دفتر، دفاع وزارت او پارلمان کې مو خپل غږ پورته کړ خو تر اوسه مو مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د تاوترخوالو ډیریدل

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم په دې وروستو کې د دولت او وسله والو طالبانو جګړو شدت پیدا کړی او طالبان د افغانستان یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستي.

نن دوشنبه، په افغانستان کې د یوناما دفتر د ملکي تلفاتو د خورا ډیریدو خبر ورکړ. یاده په خپل راپور کې وویل چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ۴۷ سلنه ډیره شوې.

نور ولولئ: فرانسوي لیکوال په خپل کتاب کې د افغان ژباړونکو پر وړاندې د فرانسې دولت په خیانت تورنوي

د ناامنیو له ویرې،دوه اونۍ وړاندې په کابل کې د فرانسې سفارت خپلو اتباعو ته خبر ورکړ چې افغانستان پریږدي. وروسته بیا د فرانسې سفارت د جولای په ۱۷ مه په یوه چارتر الوتکه کې یو شمیر فرانسویان له کابل څخه پاریس ته انتقال کړل.

د فرانسوي ځواکونو د پخوانیو همکارانو انجمن وايي که چیرې په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو ۸۰ تنه پخوانیو همکارانو ته ویزې ور نه کړل شي نو ښايي دوې اړ شي چې پاکستان، ایران، تاجکستان او یا هم په قاچاقي لارو اروپا ته سفر پناه راوړي.

 

نورې ليکنې

Webpack App