ارشیف: اژې کې د مهاجرو یوه بېړۍ. انځور: رویټرز
ارشیف: اژې کې د مهاجرو یوه بېړۍ. انځور: رویټرز

د ترکیې ساحلي ځواکونو نن سه شنبه وویل د جولای له ۱۷ تر ۲۲مې نېټې پورې یې اژه سمندر کې ۳۸۸ مهاجر ژغورلي دي. په وینا یې دغه کسان د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي ول.

له یوناني اوبو څخه د ترکیې پر لور د مهاجرود کښتیو شړنه لا هم ادامه لري. د ترکي رسنیو په حواله د ترکیې ساحلي ځواکونو د جولای له ۱۸ تر ۲۱مې نېټې پورې د ازمیر ولایت صفرحصار ساحل ته څېرمه ۲۱۷ پناه غوښتونکي ژغورلي او دوه قاچاق وړونکي یې هم نیولي دي. همداراز د جولای له ۱۷ تر ۲۰مې نېټې پورې ۷۸ تنه نور مهاجر دیکیلي ساحل ته نږدې موندل شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې د جولای پر ۲۲مه ۲۶ مهاجر د ازمیر فوسا ساحل ته نږدې او ۶۷ تنه نور د چشمې ولسوالۍ په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي دي.

ترکیې په وار وار یونان په دې تورن کړی چې اژه سمندر کې یې د مهاجرو د کښتیو مخه نیولې او ترکیې ته یې بېرته لېږلي دي. خو یوناني چارواکو دغه ادعاوې بې بنسټې بللې دي.

د تېرې جون میاشتې په پای کې د ترکیې دفاع وزارت یونان په دې تورن کړی و چې تر ۴۰ ډېر مهاجر یې وهلي ټکولي، بربنډ یې کړي او بیا یې ترکیې ته شړلي دي. دغه کسان د ترکیې په شمال لوېدیز ادرنه ولایت کې نیول شوي ول.

ترکي چارواکو د جون میاشتې په پیل کې ویلي وو چې د روان میلادي کال له جنورۍ تر می میاشتې پورې یې اژه سمندر کې له یونانه شړل شوي ۳۷۶۳ مهاجر ژغورلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د روانو جګړو له امله ترکیې ته د افغان مهاجرو د نوې څپې په اړه اندېښنې رامنځ ته شوې دي. لږ مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د جولای له ۱۰مې راهیسې یې د وان ولایت په ختیځ کې د کوه ارک په سیمه کې ۱۴۵۶ کډوال او ورسره ۱۱ قاچاقچیان نیولي دي. ډېری دغه مهاجر د ترکیې له لارې یونان او ورپسې اروپایي هیوادونو ته ځان رسوي.

 

نورې ليکنې